1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شمالي کوریا کې د انترنیت د آزادۍ غوښتنه وشوه

۱۳۹۱ دی ۲۱, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/17HI4

د ګوګل انترنیټې شرکت مشر ایریک سمیت، شمالي کوريا ته د خپل سفر پر مهال د دغه هیواد له چارواکو څخه وغوښتل، چې د انترنت د کارونې په برخه کې لا ډیرې آزادۍ رامنځ ته کړي.

سمیت له شمالي کوريا څڅه پیکینګ ته تر رسیدو وروسته وویل چې په دغه هیواد کې د انترنیت سانسور دوام لري. هغه زیاته کړه چې دا کار به د شمالي کوریا د وروسته پاتې کیدو لامل شي.