1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شمالي وزيريستان کې درې تنه عسکر وژل شوي دي

۱۳۸۵ بهمن ۲, دوشنبه

د يو مشکوک ځانمرگي بريد په ترڅ کې په شمالي وزيريستان کې د پاکستان د نظامي حلقو په وينا درې تنه عسکر وژل شوي دي. د پوځ يوه وياند زياته کړه چې يو سپين موټر له يو نظامي کاروان سره جنگېدلی و.

https://p.dw.com/p/DKFf
د پاکستان پوځ تېره اونۍ په جنوبي وزيريستان کې يو هوايي بريد تر سره کړی و
د پاکستان پوځ تېره اونۍ په جنوبي وزيريستان کې يو هوايي بريد تر سره کړی وانځور: AP
په دې بريد کې ځينې نور خلک ژوبل شوي هم دي. دغه بريد د پاکستان په سرحدي سيمو کې رامنځ ته شوی دی چيري چې د طالبانو او د القاعدې د ډلو ملاتړي ډېر دي. د پاکستان پوځ تېره اونۍ په جنوبي وزيريستان کې د القاعده د مشکوکو جنگياليو په وړاندې يو هوايي بريد تر سره کړی و چې د استخباراتو په وينا شل تندلاري په کې وژل شوي وو.