1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سپېروان کي هم د طالبانو پرضد پاڅون سوی

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۱ اسفند ۸, سه‌شنبه

د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د زنګاوات سيمي تر اولسي پاڅون وروسته اوس د دغي ولسوالۍ د سپېروان سيمي يو شمېر اوسېدونکي هم د وسله والو طالبانو پر ضد راپورته سوي دي. (عکس د زنگاوات پاڅون)

https://p.dw.com/p/17lqD
Die Bilder sind von Spesalai Mitarbeiter der Afghanische-Redaktion in Kandahar/Afghanistan; Volksaufstand gegen Taliban in der provinz Kandahar: zugeliefert von: Zeyarmal Najibullah
Volksaufstand gegen Talibanانځور: DW/Spesalai

د سپيروان کلي اوسيدونکي وايي، چي د وسله والو طالبانو له خوا ډېر زورېدلي دي او نور به هيچا ته اجازه ورنه کړي، چي د طالبانو په نامه د دوى په سيمه کي د ګډو ځواکونو پر ضد فعاليتونه وکړي او تاوان يې دوى ته ورسيږي.

د دغي سيمي يوتن پاڅونوال عبدالقيوم وايي چي په دې لس کاله ئې د جنګ او جګړو له لاسه کښت و کروندې او سل کلن باغونه له منځه تللي دي. د هغه په قول د وسله والو له خوا په ايښوول سوي ماينونو کي يې په لسونو بې ګناه کليوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:

«موږ د سپېروان ټول زاړه، واړه، ښځي او نر د دولت تر شا ولاړ يو، دلته طالبانو په دې لس کاله کي زموږ ټول ژوند له ستونزو سره مخامخ کړى وو. ته ورته وګوره د دوى له لاسه مو سل کلن باغونه له منځه تللي دي، کارو بار په ټپه ولاړى دى. نور پاکستان پنجابيانو ته اجازه نه ورکوو چي زموږ ژوند تريخ کړي او د خپلو ګټو له پاره موږ سپر کړي.»

د سپېروان د سيمي دوه تنه نور اوسيدونکي، چي په وينا ئې د وسله والو طالبانو په ښخ سوو ماينونو او جنګونو کي د کورنۍ غړي وژل سوي دي، وايي دوى په پوره جرائت د پاڅون ملګري دي، که ئې دولت ملاتړ کوي او کنه، خو دوى نور دې حالت ته رارسيدلي دي، چي خپله توپک واخلي او د هغو پاکستانيانو پر ضد وجنګيږي، چي د دوى په سيمه کي د طالبانو په نامه خلګو ته ګواښونه کوي او ناامني راولي:

«په دې کلي کي تر ديرش زيات کسان د پنجابيانو له خوا په ښخ سوي ماينونو کي وژل سوي دي او تر دي زيات معيوب سوي دي. زموږ د کورنۍ غړي پکښي وژل سوي او ټپي سوي دي، ډېر تنګ سوي يو او توپک مو راپورته کړى دى.»

دغه کسان وايي، دولت ته په کار ده، چي د دوى د پاڅون د ملاتړ ترڅنګ له دوى سره د ښوونځيو، روغتيايي مرکزونو، لارو، پلونو، پلچکانو او سړکونو په جوړولو کي مرسته وکړي.

د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزى وايي دوى په ټوله ولسوالۍ کي د خلګو د ارامۍ او کرارۍ له پاره خپل توان نه سپموي. د هغه په خبره د هر اولسي پاڅون ملاتړ ته مالي او معنوي امکانات برابروي.

ولسوال له خلګو څخه غواړي، چي په پاڅون کي داسي کسان له ځانه سره ملګري کړي، چي په رښتيا غواړي پاڅون پياوړى کړي:

«موږ د هر نيک اقدام په مالي او ځاني توګه ملاتړي يو، دا ډېره د خوښۍ خبره ده، اوس د دې پاڅونو په مرسته په دغه ولسوالۍ کي په سلو کي ٩٠ امنيت راغلى دئ. پخوا دلته د وسله والو مرکزونه، محاکم او د چاودېدونکو موادو ځالي وې، ليکن الحمدالله اوس هيڅ نسته، ټول تښتيدلي دي.»

په افغانستان کي د وسله والو طالبانو پر وړاندي د غزني له اندړو ولسوالۍ څخه اولسي پاڅون پيل سو، چي ورسته، بادغيس،هلمند، لغمان او کندهار ته پراخ سو.