1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سپینه روسیه کې د ولسمشر پلویانو پارلماني ټاکنې گټلي دي

۱۳۹۱ مهر ۳, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16DCd

په هغو ټاکنو کې چې په کې مخالفینو ته کوم چانس وجود نه درلود، د سپينې روسیې د دولت ریئس لوکا شینکو خپل واک نور هم ټینگ کړ. لوکا شینکو چې د ۱۸ کلونو راهیسې پر سپنیې روسیې واکمني کوي، د دغه پارلماني ټاکنو د گټونکي په توگه اعلان شوی دئ. د سپینې روسیې د ټاکنو کمیسیون ویلي دي چې ۷۴،۲ سلنه رایې ورکونکو په دغه بهیر کې برخه اخیستې ده.

د ۱۱۰ کاندیدانو څخه یوازې یو تن پر دې نه دئ توانیدلی چې خپله څوکۍ وگټي. دغه پارلماني ټاکنې چې نن تر سره شوې د اپوزیسیون د بائیکاټ او د درغلیو له تورونو سره یو ځای وې. د ۱۹۹۴م کال راهیسې راپدیخوا د ټاکنو خپلواکو څارونکو په دغه هیواد کې تر سره شوې هیڅ کومې ټاکنې منصفانه نه دي بللي. تر دې د مخه د سپنیې روسیې د ټاکنو د کمیسیون مشرې ویلي وو چې د دغه هیواد کابو ۷۵ سلنه نفوس د یکشنبې د ورځې په پارلماني ټاکنو کې برخه اخیستې ده او داسې اټکل کیږي چې د ولسمشر پلویان دې په ټاکنو کې ډیری څوکې وگټي.

د سپنیې روسیې اپوزیسیون وایي چې د ټاکنو په پایلو کې درغلې شوي دي. په دغه هیواد کې د اپوزیسیون دوو سترو گوندونو کاندیدانو په ټاکنو کې برخه نه ده اخیستي. هغوی په دغه هیواد کې د سیاسي سیستم پر وړاندې احتجاج کړی او ویلي ئې دي چې هر څه د ولسمشر لوکاشینکو تر کنترول لاندې دي.