1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په سپين بولدک کې د پاکستاني پوليسو چلن غير انساني دی»

امید دیدار
۱۴۰۱ خرداد ۲۷, جمعه

یو شمېر افغان مسافر وايي چې د پاکستان پولیس ورسره د سپین بولدک په دروازه کې ناوړه چلن کوي او د خلکو پر وهلو، ټکولو سربېره آن پر افغانو مېرمنو لاس پورته کوي. د پاکستان پوليس څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4Cr06
Bildergalerie Afghanistan - Flucht zu den Landesgrenzen
آرشیف انځورانځور: Saeed Ali Achakzai/REUTERS

له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان له چمن سره د سپين بولدک په دروازه کې یو وار بیا د پاکستانو پولیسو له لوري د افغان مسافرو او سوداګرو سره د ناوړه چلن رپوټونه خپاره شوي.

سپین بولدک کې یو سپین ږیری مسافر چې نوم نه ښيي په ژړا سره وايي، پاکستاني پولیس پر عامو خلکو سربېره له مېرمنو سره ناوړه چلن کوي او هغوی ته لاس هم وراچوي.

هغه وايي: «تر دروازې ورغلم، انسانان یې راایله کړي دي. زموږ مېرمنې تر پړوني رانیسي او کشوي یې، ما د شورویانو په وخت کې داسې حالت نه دی لیدلی، چې ښځې تر پړوني کش کړه او په خېمه یې دننه کړه.»

څو نور افغانان بیا وايي چې د پاکستان د ملېشې پر زور زیاتي سربېره ورسره له کرښې هغې خواته موټر چلوونکي هم چل، ول کوي، له دوی پیسې اخلي، خو پر نیمه لاره یې پرېږدي.

د دغه ناوړه چلن د درولو او حالت عادي کولو له پاره له کرښې هغې غاړې یو شمېر کسانو پرلت هم وهلی و، چې اوس په مشروط ډول پای ته رسېدلی دی.

Grenze Afghanistan - Pakistan | Flüchtlinge aus Afghanistan
انځور: Saeed Ali Achakzai/REUTERS

پرلت کوونکي وايي، پاکستاني پولیس په قصدي ډول عامو خلکو ته پر دروازه ستونزې جوړوي، څو د سوداګرۍ پر مخ خنډونه جوړ کړي.

د دغو پرلت کوونکیو له ډلې د پښتون ژغورنې ډلې غړي ذوالقرنین پاچا دویچه ویله ته وویل، پاکستاني پولیس د خلکو په وهلو، ډبولو سبيره له افغان مسافرو سره غیر انساني او غیراسلامي چلن کېږي.

هغه وویل: «وهل، ټکول، په خلکو غوږونه نیول، په سپین ږیرو خلکو او ښځو د سپیو اوازونه ایستل کېږي او آن ډول، ډول جنسي غوښتنې ترې کېږي.»

ذوالقرنین پاچا وايي، دا حالت له ډېرو کلونو راهیسې همداسې روان دی او په دغه دروازه کې له افغانانو سره «بې اندازې» ناوړه برخورد کوي، بکسونه یې تلاشي کوي، مېرمنې له کورنیو بېلوي او بېلو کوټو ته یې بیايي، چې دا حالت د دواړو غاړو عامو خلکو ته د منلو نه دی.

دی وايي د پاکستاني پولیسو دې ناوړه چلن د دواړو غاړو خلکو ته ستونزې جوړې کړي دي او دواړو غاړو ته د سوداګریزو توکیو لېږد هم بند شوی دی.

د چمن یو اوسېدونکی پهلوان وايي، د پاکستان پوليس له افغانانو سره داسې ناوړه چلن کوي، چې دوی آن ذکر ته الفاظ نه لري: «په چمن کې له افغانانو سره چې دلته ډاکټرانو ته راځي یا خپلوانو کره راځي، داسې بد چلن کېږي، چې ویلی یې نه شو. له دوی پیسې اخستل کېږي. مېرمنې یې ځانګړو کوټو ته وړل کېږي. ډېره بده رویه ورسره کوي.»

خو د سویلي پښتونخوا په چمن کې د پاکستاني حکومت یوه ځايي چارواکي یاسر خان بازيۍ دویچه ویله ته وویل، د دوی د پولیسو له لوري له افغانانو سره د ناوړه چلن هېڅ ډول راپور نه دی ورکړل شوی او په دې اړه ډېر څه نه شي ویلی.

Bildergalerie Afghanistan - Flucht zu den Landesgrenzen
انځور: Gibran Peshimam/REUTERS

هغه وویل: «ماته داسې کومه خبره نه ده رارسېدلې. که تاسې سره کومه ویډیو وي، ما سره یې شییر کړئ، زه به یې له بارډر پولیسو سره خبره وکړم. فی الحال ماله دا رنګه اطلاع نه شته.»

پر سپین بولدک دروازې له افغانانو سره د پاکستان د پوليسو او ملېشې ناوړه چلن پر خواله رسنیو هم پراخ غندل شوی دی. خلکو د طالبانو پر حکومت نیوکه کړې چې له پاکستان سره د ستونزو د هواري له پاره جدي خبرې نه کوي.

هاخوا په ختیځ کې له تورخمه هم راپورونه دي، چې د پاکستان پوليس او ملېشې له افغان مسافرو سره ناسم چلن کوي او زورزیاتی ورسره کېږي. هلته ځايي اوسېدونکي او مسافر وايي، پاکستانۍ ملېشې په یوه او بل نوم پیسې اخلي او افغان مسافر په سخته ګرمۍ کې زوروي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم په یوه ټویټ کې په سپین بولدک کې د مسافرو او سوداګرو د ستونزو او مشکلاتو په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې له دغې لارې پاکستان ته د معدنیاتو لېږد اسان دی؛ خو د ده په ټکو، هغه کسان چې د درملنې له پاره پاکستان ته ځي او یا سوداګریز توکي انتقالوي، ستونزې ورته جوړېږي.

هغه لیکلي: «د چمن په لاره ډار او سپکاوی دوام لري. چارواکي له افغانستان څخه د ډبرو سکرو/ ډبرو لاریو ته اجازه ورکوي مګر د خلکو، ځايي کارګرانو، مېرمنو او حتی د ویلچیر ناروغانو تګ راتګ مخه نیسي. ځايي خلک په سخته ګرمۍ کې څو ورځې انتظار باسي. دروازه د لنډ وخت له پاره پرانستل شوې ده.»

Bildergalerie Afghanistan - Flucht zu den Landesgrenzen
انځور: Saeed Ali Achakzai/REUTERS

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د حکومت ویاند ذبېح الله مجاهد مني چې سپین بولدک دروازې کې ستونزې شته او پاکستاني حکومت په ځلونو ډاډ ورکړی، چې حل به یې کړي.

هغه ویلي، دا ستونزې له پخوا موجودې دي، خو پر خواله رسنیو د خپرو شویو ویډیوګانو د تازه والي په اړه څه نه شي ویلی.

مجاهد وايي: «پاکستاني لوري سره بار بار په دې تماس نیول شوی، چې له افغان مسافرینو، ناروغانو او مهاجرینو سره چې تګ راتګ کوي، هغوی ته سهولیتونه برابر شي. هغوی هم ژمنه کړې ده. برخورد به یې انساني وي او ښه به وي. په ځینو مواردو کې ستونزې هم موجودې وي، چې موږ اعتراضونه لرل او دروازې مو هم بندې کړي. موږ یوه کمېټه لرو چې دا حالت څاري وخت په وخت ناستې کوي او ستونزې حلوي.»

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ پر لارو د تېر جمهوري حکومت پر مهال هم ستونزې موجودې وې، چې وخت ناوخت پرې د دواړو هيوادونو د سرتېرو تر منځ د جګړو لامل هم شوي دي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل