1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سينا کي بيا پر مصري چارواکو وسله وال يرغل سوی دئ

۱۳۹۱ مرداد ۲۲, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15oNI

د مصر هيواد په سينا نيمه ټاپو کي يو ځل بيا پر امنيتي ځواکونو وسله وال يرغلونه سوي دي. د مصر چارواکو ويلي دي چي يوې وسله والي ډلي يو ځل د پوليسو پر يوې قومندانۍ بريد وکړ، او بيا ئې د ملگرو ملتونو پر امنيت ساتونکو عسکرو ټکان کړي دي. ويل سوي دي چي په دغو پيښو کي مرگ ژوبله نه ده رامنځ ته سوې. په تيرو ورځو کي ورته پېښي رامنځ ته سوي وې. په دغه سيمه کي له هغه راهيسي وضعه خرابه سوه، چي يوه اوونۍ مخکي په يوه وسله وال بريد کي ۱۶ تنه مصري سرحدي پوليس ووژل سول. اټکل کيږي چي دغه بريد به د اسرائيلو ضد ډلو له خوا تر سره سوی وي. د مصر نوي ولسمشر محمود مُرسي تر دغي پيښي وروسته و سيمي ته په سونو عسکر لېږلي دي او د توندلارو پر ضد ئې د مبارزې اعلان وکړ.