1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سویډن کې هغه مهاجر چې هیروینو ته مخه کوي

۱۳۹۶ خرداد ۹, سه‌شنبه

په سویډن کې یو شمیر مهاجر چې د اوږدې مودې راهیسې د خپلې پناه غوښتنې ځواب ته انتظار باسي او یا یې هم د رد ځواب ترلاسه کړی، پر نشه یې توکو روږدې شوي دي. د سویډن حکومت هڅه کوي په روغتیایې مرکزونو کې د دوی درملنه وکړي.

https://p.dw.com/p/2dpdO
Schweden Flüchtlinge in Malmö
انځور: picture-alliance/dpa/TT News Agency/S.-A. Jonsson

په هغه پارکنګ کې چې افغان مهاجر په کې د سړۍ هوا او اندیښنو څخه د ځان ژغورنې په موخه له هیروینو استفاده کوي، هر لور ته د بيرو خالي بوتلونه، له کانګو(قي) څخه ډګې ورځپاڼې او نور ګنده ګۍ لیدل کیږي.

د مهدي په نوم یو ۱۶ کلن افغان ځوان چې سویډن ته تر رسیدو وروسته په هیروینو اخته شوی دی وایې: «کله چې به مې سګریټ څکول آرامه وم او هیځ اندیښنه مې نه درلوده.»

د اوپسالا، پوهنتوني ښار چې له ستوکهلم څخه یو ساعت واټن لري، شاوخوا ۱۰۰۰ تنه (چې قانوني سن ته نه رسیدلي) مهاجر ثبت کړي دي. په دوی کې شاوخوا ۱۰۰ تنه چې اکثره یې افغانان دي او تر یوه کال څخه د ډیرې مودي راهیسې د خپل پناهندګۍ د ځواب ترلاسه کولو په تمه دي، پر هیروئینو روږدي شوي دي.

سویډني چارواکي هم دا مني چې په مهاجرو کې د مخدره توکو کارونه ډیره شوې ده. په ۲۰۱۶ م کال کې د سویډن په پلازمېنه ستوکهلم کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه مهاجر د نشه یې توکو د پریښودلو په موخه تر درملنې لاندې ونیول شول. روغتیایې مسئولینو د دغو مهاجرو اصلي هیواد پټ ساتلې، خو یوازې یې همدومره ویلي دي چې اکثره یې تنکي زلمي دي.

اندرس نیلسن، د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې د پولیسو مشر دی چې غواړي په دې برخه کې یو څه وکړي. نیلسن د هغو  مهاجرو چې په نشو روږدې دي د درک معلومولو له پاره په اوپسالا کې د مخفي پولیسو د یوې ډلې رهبري کوي.

د اوپسالا ښار د ټولنیزو خدماتو مشر هیلده ویبرګ، وایې: «دا ستونزمنه ده چې د مهاجرت په مسیر کې اوسئ او د پریکړې له پاره یوه اوږده موده انتظار وباسئ.» نوموړی زیاتوي یو شمیر هغه مهاجر چې پخوا یې رواني زیانونه لیدلي دي، له روانې پلوه ثبات نه لري.

مهدي یو له خوشبخته ځوانانو څخه دی چې په سویډن کې تر درملنۍ وروسته یې اعتیاد پریښې دی. هغه چې سر یې د خپل جاکټ په خولۍ کې پټ کړی دی وایې: افغانستان ته د بیرته ستنول کیدو له ویرې له خپلو دوستانو سره مجبوره شوم دغو ډیر سخت معتاده کونکو موادو ته مخه کړم.

مهدي د فرانسې خبرې آژانس ته وویل: «که دغه مهاجر دایمي اقامت و نه لري، دې ته اړایستل کیږي چې بیرته افغانستان ته لاړ شي او افغانستان ته بیرته ستنیدل د دوی له پاره خطر لري.»

په سویډن هیواد کې افغان تنکي ځلمي د کم عمره او بې سرپسته مهاجرو تر ټولو لوې شمیر جوړوي. د دوی د غوښتنلیکونو نږدې ۸۰ سلنه یې قبول شوي دي.

د سویډن د مهاجرت ادارې د ارقامو له مخې په روان میلادي کال کې تر اوسه پورې د دغو مهاجرو ۱۳۲۱ دوسیې یا غوښتنلیکونه ارزول شوي دي چې د دوی له جملې څخه د ۲۰۰ تنو د پناه غوښتنه رد شوی ده.

د اوپسالا د پولیسو مشر دانیل لارسن وایې چې ځنې وختونه د هیرینو درلودل او یا استعمال د دوی د پنا غوښتنې پر غوښتنلیک منفي اغیزه نه کوي، خو جرمي عمل بیا تاثیر کوي.

دغه ځوان مهاجر د دې په خاطر چې د نشه یې توکو له پاره پيسې پوره کړې پر جرمي اعمالو لاس پورې کوي. پولیس وایې چې دوی د قیمتي جامو پلورنځیو ته ور ننوزي او هر څه چې په لاس ورزي غلا کوي یې.

زموږ له آرشیف څخه د انځورونو گالري: 

(SN/SR (AFP