1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سويس کي نور د اسلامي منارو جوړول اجازه نلري

۱۳۸۸ آذر ۱۲, پنجشنبه

سويس له هغو هيوادنو څخه دی، چي هلته په مستقيم ډول سره ولسواکي چليږي.

https://p.dw.com/p/KpYe
انځور: DW / Al Habbal

د سويس خلک د جوماتونو منارونو پر ضد د روښانه پريکړي څخه هک پک شول ،او بيا د هغې نړيوالې غوصې څخه چې د پرګنو له پوښتلو څخه رامنځته شوه . دغه تورونه د نوم بدوالی تر څنګ د مذهب د آزادۍ د ترپښو لاندی کول هم رانغاړی .

په هغه ټولپوښتنو کې چې د سويس په هيواد کې تيره اوونۍ د نوو اسلامی جوماتونو د منارونو په باب «د سويسزرلند د خلکو د ګوند » لخوا چې يو ښی اړخی ګوند دی، وشوه، په سلو کې 57 نظر ورکوونکو غوښتنه وکړه چې په جوماتونو کې دي نور د منارونو جوړولو ته اجازه نه ورکول کيږی . دې موضوع د سويس د حکومت، د ملګرو ملتونو د سازمان، اروپايي ټولني او د بشری حقونو د ټولنو کرکه او مخالفت راوپاراوه .

د آلمان د بشری حقونو د انستيتوت مشر هاينر بيليفيلد وايي:

«د مذهب د آزادۍ حق په نړيوالو تړونونو کې تشريح شوی دی . د بشری حقونو په اروپايي تړون کې چۍ سويس هم منلی دی، د مذهب د آزادۍ حق تعريف شويدی . دا د اروپايي ټولني وسيله نه ده، بلکه د اروپا د شورا ده چې سويس هم ورپوری تړلی دی .»

د آلمان د بشری حقونو د انستيتوت مشر هاينر بيليفيلد وړاندې وايي:

« په دغو تړونونو کې په ګوته شوې چې د مذهب په آزادۍ کې نه يوازي فردی عقيدې، بلکه ټولنيزي ګډې عقيدې او نه يوازي د شخصی عقيدو حقه ګڼل، بلکې د عقيدې د عامه ښکارونو منل، وساتل شی .»

وروسته له دې چې په سويس کې د يوې ټولپوښتنې په بهير کی، غوښتنه وشوه چې د جوماتونو لپاره دې نوی منارونه نه جوړيږی، په هالنډ کې هم ښي اړخی اوس غوښتنه کوی چې جوماتونو ته دې منارونه نه جوړيږي . د هالنډ د آزادۍ د ګوند مشر ګيرت ويلدرز وايي چې هالنډيان به هم کټ مټ لکه سويس غوندې جوړه وکړی .

ويلدرز د يوه پيل په توګه د سويسيانو د دغې پريکړې هرکلی وکړ، ده وويل : « د لومړي ځل لپاره په اروپا کې خلکو د اسلامی کيدو په وړاندې مقاومت وکړ . » د پي وی وی ګوند په وروستيو کلونو کې د اسلامی ضد نيوکو له امله ډير پياوړی شوی دی . پر نورو خبرو سربيره دوی غوښتنه کوی چې مسلمانان دي دغه هيواد ته نه راځي، او نور جوماتونه دي نه جوړيږی .

خوکه چيرې د يوه دين په وړاندي احترام او درناوی ونسی او يا هم د ديموکراسۍ تر نامه لاندي تر پښو لاندې شی، نوښايي چې ستر بشری ناورينونه رامنځته شی .

په دې اړه د آلمان ځينی سياسی خيرې خپل نظر ورکوی .

د آلمان د سوسیال دیموکرات د ګوند، د کورنيو چارو سیاستوال، سبستیان ایداثی په دی اړه خپله حیرانتیا څرګندوی:

« زه هیڅ سویسی شخصاً نه پیژنم، خو تر اوسه پوری ما د هغو په هکله مثبته انګیرنه درلوده او زه فکر کوم، که چیری سړی ارقامو او شميرنو ته وګوری، دا بلکل غیر منطقی ښکاری چی څرنګه د داسی یو تصمیم لپاره پریکړه وشوه . تر کومه ځایه چی معلومه ده، په سویس کی ډیري میشت مسلمانان معتدله دی چی له بالکان څخه راغلی، نو په دی وجه د منارونو په خلاف دغه ډول یو تصمیم منطقاً د توجیه وړ نه دی .»

د سویس په ځینو سیمو کی حتی په سلو کي ۷۰ تنود نوو منارونو د جوړولو پر ضد رایه ورکړې ده . د آلمان په پارلمان کی د شنو د ګوند د کلیسیایی چارو سیاسی ویاندی، یوزف وینکلر وویل چی دغه تصمیم د سویسیانو نوم او اعتبار ته سخت تاوان واړاوه :

«زما په نظر دا ډول یوه پريکړه مسلمانانو ته یو ښه پیغام نه دی، دا نسی کیدای چی د اروپا په منځ کی مسیحیان په هر ځای کي وي او مسلمانان ځانونه پټ کړی ،او که چیری هغوی داسی ودانی ولری چی له هویت څخه یی استازیتوب کوی، هغه باید داسی نه وی لکه چی دوی غواړی، ګواکی داسی وی چی نوريی غواړی .»

دغه پیغام مسلمانانو ته رسیدلی دی . په آلمان کی د مسلمانانو له مرکزی شورا څخه ندیم الیاث وایی:

« دسویس دې ټولپوښتنی موږ سخت خواشینی کړو، هغه هم په هغه هیواد کی چی په خپل ناپلیتوب او بنسټیزو بشری حقونو ته په درناوی کی شهرت لری .»

الیاث اندیښنه لری، چی نسي دغه ډول یوه پريکړه هغه کسان پیاوړی کړی ،چی اساساً د اسلام سره مخالف دی .

« دلته له اسلام څخه د ډار خبره نه ده . دلته له اسلام سره د دښمنی کولو خبره ده . موږ وینو چی ددغي پريکړي څخه د یو ډول دښمنی احساس راپورته کیږی، چی دا ښایی اسلام دښمنه قوتونه وهڅوی .»

Minarette und Moscheen in Deutschland und Europa, Neubau Moschee Pankow Flash-Galerie
انځور: AP

د سویس تصمیم کیدای شی چی په آلمان کی هم یو تود بحث راوپاروی . د آلمان د مسیحی دیموکرات سیاست وال ولفګانګ بوسبخ چی په فدرالی شورا کی د کورنی چارو د جرګه ګی رییس هم دی، په دې باور دی چی په آلمان کی هم خلک له اسلامی کیدو څخه ویره لری او غواړی چی د سویس پريکړه باید جدی ونیول شی . د آلمان د لیبرال دیموکرات ګوند د بهرنیو حقوقو د چارو ویاند، هارت فریدولف بیا په دې نظر دی چې اساسا د جوماتونو د جوړولو پر جزییاتو باندی د بحث مخه باید سړی ونه نیسی :

«زما په نظر دا کومه ګټه نه کوی چی سړی له اساسی بحث څخه مخ واړوی . معنی دا چی سړی باید روښانه کړی د یو جومات په هکله بحث د اسلام په نسبت د انتقاد په معنی ونه انګیرل شی، خو له بلی خوا دې ټکی ته هم باید اشاره وشی چی دینی آزادی باید د عبادتی مسایلو دپاره لاره اواره کړی، البته زمونږ د قانون په چوکاټ کی».

خو په آلمان کی سیاستوال د مسلمانانو سره د اړیکو اهمیت ته، له پاملرنی څخه جلا، د سویسیانو د وروستۍ پريکړې په یو بل اړخ باندی هم غږیږی او خپل نظر څرګندوی : هغوی وایی، چی دغه پريکړه په یوغیر دیموکراتیکه رایه ورکونه، په يوې ولس پوښتنی کی ونیول شوه . د آلمان د فدرالی شورا د حقوقی چارو د جرګه ګی رییس، سیګفرید کاودر چی د مسیحی دیموکرات ګوند غړی دی وایی:

«سړی باید د خلکو ډار او واهمه جدی ونیسی . په دې وجه سړی باید یو عصری دولت داسی جوړ نه کړی لکه چی اوس سویسیانو دا کار کړی دی . سویس د مستقیمی دیموکراسی د ستونزو د یو دروند پیټی سره لاس او ګریوان دی »

سویس معمولأ کله چی د ولس رایو ته د مخ اړولو موضوع مطرح کیږی او دا چی دیموکراسی څرنګه په رښتینی ډول عملی بڼه غوره کوی، د نورو لپاره تل سر مشق ؤ، خو په دی مسأله کی يې د انتظار برعکس کار وکی .

دا کیدای شی چی په آلمان کی هم خپله اغیزه ولری، د سوسیال دیموکرات ګوند سیاست وال، اداثی دا خبره کوی:

« زه په دی هکله خپل تأسف څرګندوم، ځکه زه خپله د مستقیمی دیموکراسی سخت پلوی یم . که چیری موږ داسی یو څه کوو، باید په کاملأ ښکاره وی، او داسی نسی چی د نافذو بشری حقونو پر سر پريکړه وشی .»

ساشا برينک من / سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی : محمد قاسم نوري