په سويس کي نور د اسلامي منارو جوړول اجازه نلري
۱۳۸۸ آذر ۹, دوشنبهدسويس دولسي ګوند په نامه يوه ښی لاسي ګوند په دغه هيواد کي دا مساله راپورته کړي وه چي په سويس کي داسلام او دمسلمانانو دنفوذ دورځ په ورځ پراخيدلو مخنيوي بايد وسي . خاصتأ په دغه هيواد کي بايد داسي جوماتونه جوړ نکړای شي چي لوړي مناري لري ، ځکه چي دسويس دښارونو په تاريخي انځور باندي سيوری اچوي . داچي په راتلونکي کي په سويس کي دجوماتونو مناري جوړ شي او که نه ، پرون په دغه هيواد کي يوه ولس پوښتنه وسول، چي په نتيجه کي په سلو کي 58 رايو ورکونکو دسويس دولسي ګوند ښی لاسي محافظه کار ګوندغوښتنه ومنل . اندرياز څوماخ دسويس دولس ددې پريکړي په هکله يوه تبصره کړې، او وايي چي دا پريکړه ددې حقيقت ښکارندوی بلل کيدای شي چي په سويس او ښايي په ټوله اروپاکي خلک له اسلام څخه په ويره کي وي .
دسويس دولس دپرون ورځي پريکړه هم د هيواد په دننه او هم دباندي کي داريانتيا او يوه دخواشينی وړ يوه پيښه ګڼل شويده . په تيره بيا له دې امله چي دولس پو ښتني څخه مخکي ، نه يواځي دسويس مسيحي کليساو بلکي يهودي او نورو مذهبي او ټولنيزو ډلو ، نورو ګوندونو ، کارګري او اقتصادي ټولنو پر ولس باندي ددي غږ کړي ؤ، چي دسويس دولسي ګوند غوښتني ته درد ځواب ورکړي .
خو داچي بياهم دسويس ډيرکي وګړو دښی لاسو محافظه کارانو ددې نظر څخه پلوي کړې ، نوکه چيري سړی موضوع ته ښه ځير شي نو ويني چي دسويس دولس دا پريکړه علتونه هم لري .
دسړې جګړي دزماني په پاي ته رسيدلوسره دتيرو شلو کلونو په بهير کي دسويس ولس خپل هويت په تزلزل کي ويني . ددوی دپاره دکمونيزم خطر پای ته رسيدلی دی . که څه هم چي سويس په ظاهره کي ځان يو ناپيلي هيواد بولي ، خو بياهم عملاً ناټو ته ځان نژدې احساسوي ،او داچي دغه هيواد عملاً نه داروپايي ټولني غړيتوب لري او نه دناټو، نوپه اوروپاکي ځان يوازي احساسوي . له بله پلوه داچي سويسيانو په تيرو زمانو کي دپردې تر شا په داسي اعمالو لاس پوري کړی، چي سړی ورته تاريخي درواغ ويلای شي ،او د 1989 ميلادي کال څخه راپديخوا دوی بايده دي له بهره څخه ديو لړ فشارنو له امله ځينو سمښتونو ته غاړه ايښې وای . مثلا دوی
بايد ديهودانوهغه سره زربيرته ورکړي وای چي دنازيانو په زمانه کي سويس ته انتقال شوي وه ، يا داچي دوی بايد دې ته غاړه ايښي وای چي دبانک داسرارو دساتلو په پلمه نور دهغه کسانو پيسي ونه ساتي چي پخپل هيوادکي يې ددغه پيسو ماليات ندي ورکړي .
د بلي خوا سويسيان هم دروان مالي او اقتصادي بحرانونو له امله تاواني شوي او هغه پخوانی شتمنی او ګټي په سويس کي هم نسته چي دوی په اصطلا ورسره عادت شوي وه . په سويس کي هم نن ورځ دوزګاری او بيکاری لانجه سته .
نو په داسي شرايطو کي په سويس کي دجوماتونو دمنارو دمنع کولو موضوع ددوی دپاره يو امکان ؤ،چي خپلي عقدې وښه يي ،او امکان لري چي په راتلونکي کي دسويس ښی لاسه محافظه کاران دې ته هم ولس راوهڅوي چي په سويس کي دجوماتونو او بيا داسلامي کلتوري مرکزونو دمنع کولو غوښتنه هم وکړي .او د دغي مسالې اغيزي به په نورواوروپايي هيوادونو کي هم وليدل شي .
اندرياس څوماش/ فضلي
کتونکی : محمد قاسم نوري