1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"په سوو ښځي د اخلاقي جرمونو په تور بندِۍ دي"

۱۳۹۱ فروردین ۹, چهارشنبه

په کابل کي د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چي په افغانستان کي په سوونو افغاني ښځي په زندانونو کې د اخلاقي جرمونو په تور وخت تیروي او د خپلو محاکمو انتظار باسي.

https://p.dw.com/p/14TDx
انځور: Fotolia/lassedesignen

دې سازمان د چهار شنبې په ورځ په یوه رپوټ کي کښلي دي چي افغان حکومت د ښځو په ملاتړ کي پاته راغلی دئ. دا رپوټ د «له تښتېدو څخه کرکه لرم» په نوم خپور شوی دئ.

د بشري حقونو د څار د ادارې مشر کینت روت ویلي دي، چې دا ډیره حیرانوونکې خبره ده د طالبانو تر وتلو لس کاله وروسته هم په دغه هیواد کي ښځي د تاوتريخوالي او په زوره واده له لاسه له کوره څخه تښتي.

په رپوټ کي راغلي دي چې اوس په افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ داسي ښځي شته چې د بېلابېلو اخلاقي لاملونو له کبله زندانونو ته اچول شوي دي. د رپوټ له مخي په دغو لاملونو کي له کور څخه تښتیدل هم شامل دي چې د افغانستان د قوانیو له مخي جرم نه بلل کیږي.

په رپوټ کې راغلي دي چې ځيني ښځي له هغه وروسته په زنا تورني شوي دي چې له هغوی سره جنسي تیری شوی دئ او یا هم هغوی بد لمنۍ ته هڅول شوي دي.

په رپوټ کي راغلي دي چې ښځي ډیر وخت د اقرار پر اساس د هغوی د وکیلانو په غیاب کي تورنیږي او بیا د هغوی د جرمونو دوسيه جوړيږي. د رپوټ په حواله دغه دوسيه بیا پرته له دې چې ښځو ته ولوستل شي د هغوی د قضیې په هکله جوړیږي. رپوټ وایي چې په دغو مواردو کي ډیر وخت ښځي تر لسو کلونو پوري په زندان کي تیروي.

په خپاره شوي رپوټ کي راغلي دي چې اوس دغه ښځي اندیښنه لري چي کیدای شي د هغوی کورنۍ دوی له خوشي کيدو وروسته ووژني. په رپوټ کي د ۱۷ کلني خالیدې له خولې چي له یوه هلک سره د تښتېدو په تور بندۍ شوې ده لیکل شوي دي:«زما مور او پلار هره اوونۍ د ملاقات په ورځ زما لیدو ته راځي او هر واري ما ته وایي چي ډیر ژر به د زندان چارواکو ته پیسې ورکړي چې ما هغوی ته وسپاري. هغوی وایي چې ما به ووژني.»

په رپورټ کي همداراز د یوې بلي ښځي له خولې هم راغلي دي چي د خپل خسر له خوا ورباندي جنسي تیرۍ شوی وو او د هغې ورور ئې هم وژلی وو:

«دلته په زندان کي زه خوشحاله یم. دلته په ما پسې څوک د شپې له خوا نه راځي چي ما ووژني.»

په افغانستان کي په تیرو لسو کلونو کې د ښځو په وضعیت کي د پام وړ ښه والی راغلی دئ. اوس ډیرې ښځي ښوونځيو او پوهنتونونو ته ځي. خو په دې وروستیو کي ولسمشر کرزي د علماوو شورا له خوا د یوې داسي اعلامیې ملاتړ وکړ چي پکښي د بشري حقونو د فعالانو په خبره د ښځو پر یو شمیر حقونو باندي سترگي پټي شوي دي.

په اعلامیه کي راغلي ول چي ښځي باید په بېلابېلو ټولنیزو چارو کي له نارینوو سره اړیکي ونه لري. دغه راز ويل سوي دي چې ښځي باید له شرعي دلايلو پرته و نه وهل شي.

په دې سره به نو که شرعي دلايل موجود وي بايد ښځي ووهل شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل