1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوونو زره افغان ښځي د سولي طومار لاسليکوي

حسين سيرت۱۳۹۲ بهمن ۱۲, شنبه

د سولي د عالي شورا د ښځو کمېټې د «سولي او پخلايني له پاره د افغانو ښځو ږغ» په نوم د ټول هيواد په کچه د يوې مياشتي له پاره د سولي کمپاين پيل کړی دی. په پام کي ده چي په دغه کمپاين کي به نزدې ۳۰۰ زره ښځي لاسليک وکړي.

https://p.dw.com/p/1B1FF
انځور: AP

د سولي د عالي شورا ښځينه غړي وايي، چي د افغانستان د جنګړې تر ټولو دروند مالي او ځاني زيان دوی ته رسېدلی دی، ځکه نو دغه کمپاين يې پيل کړی دی.

د سولي د عالي شورا غړي سارا سرخابي د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د فيبرورۍ ۱) په هغه غونډه کي چي د ښځو د کمپاين په اړه جوړه سوې وه وويل: «نزدې يوه اوونۍ کيږي چي زموږ کمپاين پيل سوی دی. د سولي د عالي شورا ښځينه غړي څلورو يا پنځو ولايتونو ته سفر کوي.»

هغه سوله چي په لاس نه راغله

افغان حکومت په ۱۳۸۹ لمريز کال کي د سولي مشورتي لويه جرګه راوبلل چي پايله يې د سولي د عالي شورا جوړول ول. دغه شورا له څلورو کلونو راهيسي په دې توانېدلې نه ده چي د افغان حکومت له وسله والو مخالفانو سره د خبرو اترو زمينه برابره کړي.

افغاني ښځي
افغاني ښځيانځور: AP

د دغي شورا رييس برهان الدين رباندي د داسي چا له خوا ووژل سو چي د پاکستان له کوټي ښار څخه يې د سولي د خبرو اترو پيغام راوړی وو.

د دغي شورا تر ټولو ستر اميد د طالبانو له پخواني قوماندان ملا عبدالغني برادر سره ليده کاته ول، چي د افغان حکومت په غوښتنه د پاکستان له يوه زندان څخه آزاد سو. خو کله چي د دغي شورا استازي د هغه د ليدو له پاره پاکستان ته ولاړل دوی يوه دقيقه وخت لاره چي له هغه سره وويني، هغه هم په داسي حال کي چي ملا بردار بيده وو او دغه ملاقات نتيجه نه ورکړه.

اوس بيا د سولي د عالي شورا د ښځو کمېټه غواړي چي د ښځو د لاسليکونو په راټولو سره خپل ږغ د افغانستان تر حکومت، نړيوالي ټولني او «جنګسالارانو» پوري ور ورسوي.

د دغي شورا يوې بلي غړي منظومه نعيم زوی، وويل چي د دغه کمپاين موخه د جنګ ختمول دي: «دا يو ملي کمپاين دی او د دې معنی دا ده چي د افغانستان ټولي ښځي د سولي له پاره خپل ږغ پورته کوي. دا په حقيقت کي د ښځو او نارينه وو له خوا د سولي ملاتړ دی.»

د جنګ اصلي قربانۍ ښځي دي

د سولي د عالي شورا د ښځو کمېټې غړي وايي چي په دې کمپاين سره غواړي نړيوالو ته وښيي چي افغاني ښځي له جنګ څخه بېزاره دي.

اغلي سرخابي وويل: «دا چي ښځو ته په جنګ کي ډېر زيان رسېدلی دی، له جنګسالارانو او جنګ غوښتونکو څخه هيله کوو چي پر افغان ښځو باندي زړه سوی وکړي. دوی نور جنګ نه غواړي دغو جنګونو افغانان په ځانګړې توګه ښځي تباه کړي دي.»

په پلان کي ده چي دغه کمپاين به د دلوي مياشتي تر وروستيو پوري ادامه ولري. هغه ښځي چي په ښوونځيو، دولتي او غير دولتي ادارو کي کار کوي هغوی به هم د سولي له پاره لاسليک وکړي.