1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سونو افغان مهاجرو د المان په محکمو کي دعوې کړي

آژانسونه/ محمد قاسم نوري۱۳۹۴ بهمن ۹, جمعه

په آلمان کي ډېر مهاجر د خپلي پناه غوښتني پروسې له کار څخه راضي نه دي او له همدې کبله یې په محکمو کي دعوې کړي دي. د دوی ډېری افغانان ښوول سوي دي.

https://p.dw.com/p/1Hlfq
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

آلمانۍ ورځپاڼي «تورینگر الگماینه» د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکلي دي، چي د ۲۰۱۵م کال تر پایه پوري په ټول جرمني کي د کډوالو او مهاجرو د فدرالي ادارې پر ضد د نژدې ۲۳۰۰ پناه غوښتونکو په اصطلاح د بې کفایتۍ دعوې محکمو ته راجع سوي دي.

په دغو مهاجرو کي چي د مهاجرو ادارې پر بې کفايتۍ باندي يې په محکمو کي دعوې کړي، ډېر ئې افغانان دي (۵۶۰ تنه) ،عراقیانو (۳۳۷)، اریتریایان (۲۱۷) او سوریايان (۲۰۷).

ورځپاڼي دغه راپور د هغه پوښتني له جوابه اخيستي چي د آلمان په پارلمان کي د چپي گوند وکیلي سېویم داگدېلن، د دغه هيواد له کورنیو چارو وزارت څخه کړې وه. هغې پردې باندي نيوکه کړې ده چي پناه غوښتونکي باید ان ځيني وختونه څو میاشتي انتظار وباسي، څو دوی اصلأ وکولای سي خپل غوښتنلیک وړاندي کړي. د هغې په خبره: «دا د منلو نه ده او د قانون خلاف یو عمل دی.»

د رپوټ پر اساس د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چي د پناه غوښتني پروسو د چټکتيا په خاطر تیرکال د کډوالو او مهاجرو د فدرالي ادارې پرسونل۴۰ سلنه زيات سوی دی.

پردې سربیره وزارت ۲۰ نوي دفترونه خلاص کړي دي او همدارنگه یې ۴۰۰ تصمیم نیونکي او مامورین په داسي مرکزونو کي گومارلي دي چي باید په ځانگړې توگه پر زړو او پخوانیو دوسیو باندي کار وکړي.

د دې له پاره چي د پناه غوښتونکو پروسې چټکي سي، نو د هغوی کارونه د سیمو پر اساس پر درو عمده گروپو باندي ویشل سوي دي، څو کارونه په چټکی سره تر سره سي.

په دې ډول نو د رپوټ له مخي په ۲۰۱۵م کال کي د پناه غوښتونکو د دوسیو کارونه د یوکال مخکي په پرتله دوه برابره خلاص سوي او په اړه ئې پريکړي سوي دي.