سوریه: د جګړې دوام او د نوي لومړي وزیر ټاکنه
۱۳۹۱ مرداد ۲۰, جمعهنوی ټاکل شوی صدراعظم وائیل حلقي د بشارالاسد په کابینه کې د روغتیا وزیر وو. هغه د دارا، په سویلي ولایت کې زیږیدلی دئ چیرې چې د ۲۰۱۱م کال د مارچ په میاشت کې د حکومت ضد مارشونه پیل شوي وو.
په عین وخت کې یاغیانو ویلي دي چې د حلب ښار د صلاح الدین په ولسوالۍ کې په تیرو درو ورځو کې د حکومتي ځواکونو په بریدونو کې شاوخوا ۲۵۰ تنه وژل شوي دي. د رپوټونو په حواله د صلاح الدین له ولسوالۍ څخه یاغیان پر شا شوي دي.
د پنجشنبې په ورځ د صلاح الدین په ولسوالۍ کې د دولت له لوري د یاغیانو پر مورچلو باندې د بمبارې لړۍ ادامه لرله چې په ترڅ کې ئې یاغیان له دغه ولسوالۍ څخه پر شا کیدو ته اړ شول. د رپوټونو په حواله دولتي ځواکونه د حلب په ښار کې د پرمختگ په حال کي دي او ښایي نن «جمعه د اگست د میاشتې لسمه» د صلاح الدین له ولسوالۍ څخه د سیف الدوله پر لور حرکت وکړي.
د سوریې د آزادي بخښونکي پوځ یوه قوماندان حسام ابو محمد، ویلي دي چې د صلاح الدین ولسوالۍ څخه پر شا تگ د دوی یو پوځي تکتیک دئ. د هغه په وینا دغه ولسوالي په بشپړه توگه یاغیانو پریښي ده او د رژیم ځواکونه دغه ولسوالۍ ته د پرمختگ په حال کې دي.
هغه د فرانسې خبري آژانس ته د تلیفون په کرښه وویل: «یاغیانو اوس له دغې ولسوالۍ څخه د سکاري ولسوالۍ پر لور مخه کړې ده چې هغوی د ځوابي برید له پاره تیاری نیسي.»
هغه زیاته کړې ده چې دولتي ځواکونو له اور شیندونکي (Thermobaric) بمونو څخه کار اخیستی دئ. د هغه په وینا د پنجشنبې د ورځې په بمبارې کې د یو زیات شمیر ولسي وگړو تر څنگ د دوی ۴۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۴۰ ودانۍ له منځه تللي دي.
په عین وخت کې د سوریې دولتي تلویزون خبر ورکړی دئ چې دولتي ځواکونو د صلاح الدین ولسوالي له «ترهگرو» څخه پاکه کړې ده. خو د سوریې له پاره د بشرې حقونو د یوې ټولنې مشر رامي عبدالرحمان، بیا وایي چې په صلاح الدین ولسوالۍ کې اوس هم یاغیان پاتي دي او «تر مرگه» د جگړې ادامې ته چمتووالی ښيي.
له بلې خوا د سوریې د شخړې د هوارولو په ترڅ کې د ایران په پلازمینه کې د پنجشنبې په ورځ د ایران له لوري یو نړیوال کنفرانس جوړ شوی وو چې پکښې د یو شمیر هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو گډون کړی وو. د گډون کوونکو هیوادونو له ډلې څخه روسیه، وینزویلا، چین، کیوبا او عراق د پام وړ هیوادونه وو.
په دغه کنفرانس کې متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې ته د گډون بلنه نه وه ورکړل شوې. سعودي عربستان، ترکیې او قطر ته هم په نوموړي کنفرانس بلنه ورکړل شوې وه خو هغوی په دغه غونډه کې گډون و نه کړ. متحده ایالاتو دغه غونډه له دې امله ناکامه بللې وه چې ایران د سوریې پلوي هیواد دئ او د یوه منځگړي په توگه نقش نه شي لوبولای.
داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې د سوریې د کړکیچ د حل له پاره د ملگرو ملتونو د نوي استازي په توگه د لخدار ابراهیمي نوم اخیستل کیږي. ښایي هغه د کوفي عنان ځای ناستي شي، خو په دې اړه به رسمي اعلان په راتلونکي اونۍ کې وشي. تر دې د مخه لخدار براهیمي په افغانستان او عراق کې هم د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي په توگه دنده تر سره کړې ده.
دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم