1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریې کې تازه نښتې شوي دي

۱۳۹۱ مرداد ۱۴, شنبه

د سوريې فعالينو په دمشق او حلب کې د ياغيانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د تازه نښتو خبر ورکړی دي. په همدې حال کې د ملگرو ملتونو عمومي غونډې د سوريې په هکله د امنيت د شورا کار په يوه پریکړه ليک کې غندلی دﺉ.

https://p.dw.com/p/15juZ
انځور: AP

د راپورونو له مخې د سوريې حکومتي ځواکونو د دمشق هغه سويلي برخې بیرته نيولي دي، چې د ياغيانو تر کنترول لاندي راغلي وې. د سوريې د فعالينو په وينا د شنبې په ورځ هم په دغو سیمو کې د ياغيانو او حکومتي ځواکونو تر منځ نښتې شوي دي.

په بريتانيې کې د سوریې د بشري حقونو د ټولنې په وينا د دمشق په سويلي برخو کې د حکومتي ځواکونو له خوا ډیره سخته بمباري سوې ده. د دغې ټولنې په وينا دغه بمباري «په دې سیمه کې تر اوسه تر ټولو سخته» بمباري ده.

د بشري حقونو دغې ټولنې په حلب ښار کې هم د نښتو راپور ورکړی دﺉ. د دوی د راپور پر اساس حکومتي ځواکونو د حلب په هغو سيمو کې خپل عمليات زیات کړي دي، چې پکښې ياغيان موجوده دي. د ابو عمر الحلبي په نوم د ياغيانو يوه قومندان ويلي دي چي دوی د ايزا په سيمه کې تاکتيکي پر شاتگ ته اړ شوي دي. د نوموړي په وينا د سوريې حکومتي ځواکونو ټوله شپه پر دغه سیمه باندې د الوتکو په مرسته بمونه غورځولي دي.

د راپورونو له مخې په نوموړې سيمه کې هغه وخت نښتې رامنځ ته سوي دي چې ياغيانو هڅه وکړه چې يو سيمه یيز تلويزيون تر خپلې ولکې لاندې راولي. الحلبي د المان خبري آژانس ته ويلي دي چې «د سورېې تلويزیون ودانۍ ته نزدې د ياغيانو او حکومتي ځواکونو تر منځ سخته نښته رامنځ ته سوې ده.»

د سوريې حکومتي آژانس «سنا» هم د شنبې د ورځي د دغې پېښي پخلی کړی دﺉ او ويلي ئې دي چې «ترهگرو ډلو پر ولسي خلکو او د تلويزيون پر ودانۍ باندې بريد کړی دئ او پوځ ورڅخه دفاع کړې ده.» د راپورونو له مخې په تازه تاوتریخوالو کې د شنبې په ورځ ۱۳ کسان وژل سوي دي.

د شنبې د ورځې تازه نښتې له هغه څخه يوه ورځ وروسته رامنځ ته کيږي چې د ملگرو ملتونو عمومې غونډې د سوريې پر ضد پریکړه ليک په لوی اکثريت ومانه. په دغه پریکړه لیک کې پر سوريې باندې غږ سوی دئ چې خپل پوځ بیرته پوځي قراگاو ته وغواړي او دا چې د سترو وسلو له کارونې څخه لاس واخلي. په دغه پریکړه ليک کې د امنيت پر شورا هم نيوکه سوې ده چې د سوريې په هکله په همږغي رامنځ ته کولو کې پاتې راغلې ده.

د ملگرو ملتونو د عمومي شورا ۱۳۰ غړو هيوادونو د پریکړه ليک په حق کې، ۱۲ هیوادونو د دې پریکړه لیک پر ضد او ۳۱ نورو هیوادونو مستنکفې رایې ورکړي.

د پریکړه ليک پر ضد په رايه اچوونکو کې د چين او روسيې تر څنگ ايران، کيوبا، ميانمار او پخپله سوريه هم شامله ول. د دغه پریکړه ليک متن د عربي هيوادونو له خوا چمتو سوی دئ.

سوريې د ملگرو ملتونو د عمومي شورا وروستی پریکړه ليک غندلی دئ او دغه ئې په سوريه کې د ياغيانو د ښکاره ملاتړ پيلامه بللی دئ. د يادولو وړ ده چې د عمومي شورا پریکړه ليکونه د سوريې له پاره مکلف کوونکي نه دي او صرف د یوې هيلې معنی لري. د امنيت شورا چې پریکړې ئې مکلف کوونکي دي، هغه لا تر اوسه د سوريې په هکله همږغۍ ته نه ده رسیدلې.

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش