1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په سنگين کي پر واده د يرغل مسئولان ونيول سول»

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۱۲, جمعه

افغان چارواکو خبر ورکړی دی، هغه عسکران چي د چهارشنبې په ورځ ئې په هلمند کي پر واده باندي هوانونه توغولي ول، نيولي دي. په دغه يرغل کي تر ۲۵ زيات انسانان وژلي او تر ۴۵ ډېر نور ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/1EE83
انځور: Reuters/A. Malik

افغان چارواکو د جمعې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۲مه) ويلي دي چي په سنگين والسوالۍ کي پر واده باندي د هوانونو توغولو په تور ئې دوه عکسر نيولي او يوې نظامي محکمې ته سپارلي دي.

د هوانونو په دغه يرغل کي د زوم په کور کي تر ۲۵ زيات انسانان ووژل سول چي ډير ئې ښځي او کوچنيان ول، او د ناوي په گډون تر ۴۵ زيات ټپيان سول.

د هلمند د والي مرستيال محمد جان رسوليار ويلي دي: «د ملي اردو دغه دوه عسکر چي د هوانونو د توغولو په تور نيول سوي دي، نظامي محکمې ته سپارل سوي دي.»

د افغانستان ملي اردو ويلي دي چي پر هغه پوسته باندي چي هوانونه ئې توغولي دي، وسله والو طالبانو يرغل کړی وو. دوی وايي دغه پوسته د واده کلي ته نژدې ده.

د آلمان خبري آژانس د هلمند د امنيتي قوماندانۍ د وياند فريد عبيد په حواله ليکلي دي: «پر دغي پوستې باندي د وسله والو طالبانو تر يرغل وروسته عکسرو د هغوی پر پټنځاينو باندي هوانونه وتوغول، چي هغه د واده پر کور باندي برابر سول.»

د هلمند اوسېدونکو په یوه احتجاج کي د دغي پيښي د پلټنو غوښتنه کړې او ددغه ولايت د سياسي چارواکو د گوښه کولو آواز ئې پورته کړی دئ.

وسله والو طالبانو هم دغه يرغل غندلی دی. خو د ملگرو ملتونو د وروستي راپور له مخي په افغانستان کي د ملکي تلفاتو د ډيري برخي مسئوليت د وسله والو طالبانو پر غاړه ور اچول سوی دئ.

د ملگرو ملتونو د راپور له مخي په ۲۰۱۴م کال کي په افغانستان کي نزدې ۱۰زره ملکي وگړي وژل سوي دي.

بان کي مون بريد وغانده

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د سنگين ولسوالۍ د واده په مراسمو کي د قربانيانو له کورنيو سره خپله غمشريکي اعلان کړې ده.

په نيويارک کي د ملگرو ملتونو له خوا په يوه خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي، چي عمومي منشي بان کي مون دغه پيښه غندلې او له افغان حکومت څخه ئې غوښتي دي، چي د پيښي مسئولان عدالت ته راکش کړي.

دغه يرغل يوازي څو ساعته تر هغه دمخه تر سره سو، چي جمهور رئيس محمد اشرف غني د ټول هيواد د بشپړ امنيتي مسئوليت د پرغاړه اخيستلو مراسيم ولمانځل او افغان امنيتي ځواک ته ئې مبارکي وويله.

اشرف غني دا يوه «غمجنه پيښه» بللې ده.