1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سعودي عربستان کې د دایمي استوګنې پروګرام

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۸, شنبه

د سعودي عربستان حکومت د لومړي ځل له پاره داسې يو پلان تائید کړی دی چې له مخې يې د بهرنیو هیوادونو وګړې د ځينو خاصو شرايطو په پوره کولو، په دغه هيواد کې د دایمي هستوګنې حق تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/3Ih3q
Zum Thema - Zwei Tote bei Krawallen illegaler Einwanderer in Saudi-Arabien
انځور: Reuters/Faisal Al Nasser

د سعودي عربستان په دولتي قوانينو کې تر اوسه پورې د بهرنیو اتباعو له پاره په دغه هيواد کې د دایمي هستوګنې شرايط ډير سخت وو او په دې برخه کې کوم رسمي قانون هم نه وو معرفي شوی.

له همدې امله په دغه شاهي هيواد کې ميشت ټول بهرني اتباع دې ته اړ ول تر څو په دغه هيواد کې د اوسيدو په موخه د يوه ځايي کس له خوا چې په عاميانه توګه ورته کفيل ويل کيږي، په انحصار کې راوستل شي. دغه کفيل بيا «خپل تر کفالت لاندې» د بهرنیو اتباعو د ټولو قانوني معاملو مسئوليت پر غاړه لري.

خو اوس د رياض حکومت داسې يوه تګلاره منلې ده، چې له مخې به یې بهرني اتباع په دغه هيواد کې د دایمي اوسیدو، جایداد د رانیولو او د ځایي ضمانت کوونکي یا کفيل پرته له خپلې کورنۍ سره د دایمي هستوګنې چانس ولري.

د دغې پريکړې اعلان د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان د کابينې له خوا تر منظورۍ وروسته وشو. اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دې ګام یو مقصد د اوږدې مودې له پاره د بهرنیو پانګوالو له پاره د سعودي عربستان جذابه کول دي.

دغه نوی سیستم چې د زیات امتیاز اقامه نومیږي، هغو بهرنیو اتباعو ته به ورکول کیږي چې په خپله اړونده څانګه کې ډیر مهارت ولري او  یا هغو کسانو ته چې هلته یې پانګونه کړي وي. ویل شوي چې د دغه نوې پلان له مخې دغه اقامه به هر کال تمدیدلی شي.  خو د سعودي چارواکو د دغه نوې تګلارې په اړه تر دې نور ډير تفصيلات لا نه دي ورکړي.

Gastarbeiter in Riad, Saudi-Arabien
د زیات امتیاز اقامه نومیږي، هغو بهرنیو اتباعو ته به ورکول کیږي چې په خپله اړونده څانګه کې ډیر مهارت ولريانځور: Fayez Nureldine/AFP/Getty Images

کارپوهان په دې اند چې د سعودي عربستان له دغه اقدام سره به، دغه هيواد د پانګونې په برخه کې د پخوا په پرتله د لا ډيرو بهرنيو پانګوالو پام ځانته راجذب کړي. د هغوی په خبره په دې کار سره به نه يوازې د دغه هیواد اقتصاد او د خصوصي سکتور وضعيت ښه شي، بلکې ورسره به د سعودي عربستان اتباعو ته هم د کار وبار ښه شرايط رامنځ ته شي. 

په سعودي عربستان کې د ميشتو بهرنيانو مجموعي شمير د ۱۲،۵ ميليونه په شا او خوا کې ښودل شوی چې په دې کې تر ټولو ډير يې (نژدې يونيم ميليون) هندي اتباع دي.

تر هندوستان وروسته پاکستان په دوهم ځای کې راځي. په سعودي عربستان کې د ميشتو پاکستانيانو شمير ۱،۳ ميليونه کسان اټکل کيږي. افغانستان هم يو له هغو هيوادونو څخه دی چې ګڼ شمير اتباع يې په دغه هيواد کې ميشت دي.