1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۲۷۰۰ مهاجر د خپلو کورنیو غړي لټوي

۱۳۹۶ دی ۷, پنجشنبه

د آلمان د سره صليب په انټرنټ پاڼه کې د هغو مهاجرو شمیر چې د خپلي کورنۍ غړي یې ورک کړي دي، ریکارد ته رسیدلی دی. شاوخوا د۱۰۰۰ کم سنه بې سرپرسته ماشومانو کورنۍ خپل ماشومان لټوي او یا ماشومان خپلې کورنۍ.

https://p.dw.com/p/2q1yT
Ungarn Grenze zu Serbien - Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/Zuma Press/London News Pictures/P. Hackett

په آلمان کي ډېر مهاجر ورک یا لادرکه شوي دي. د دوی د کورنۍ غړي او خپلوان کوښښ کوي چې د آلمان د سره صليب د لټون د خدماتو انټرنټ پاڼې (DRK) له لاري يې پيدا کړي.

د روان ۲۰۱۷ م کال له جنورۍ مياشتي د دسمبر میاشتې تر نیمایې پورې په دې انټرنټ پاڼه کې د۲۷۰۰ تنو د لټون له پاره نوي غوښتنلیکونه وړاندې شوي دي. دغه ارقام د "Die Welt" آلمانۍ ورځپاڼې د DRK د لټون خدماتو د ابتدایې بیلانس په حواله د ورکړل شوو معلوماتو پر بنسټ خپاره کړي دي.

په ۲۰۱۵ م کال کې کله چې آلمان ته د مهاجرو د راتګ لړۍ خپل اوج ته رسیدلې وه په هغه وخت کې دغه شمیر ۱۰۵۳ وو.

د DRK یا د آلمان د سره صلیب مشره ګیردا هاسلفیلدت، د یوه اندیښمن پرمختګ خبره کوي: «تر ټولو بیرونکې خو د هغو بی سرپرسته کم سنه ماشومانو لوړ شمیر دی چې یا خو پخپله د خپلو خپلوانو په لټه کې دي او یا هم دوی د هغو له خوا لټول کیږي». دا خبره هاسلفیلدت د «دي ولټ» ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې کړې.

د هاسلفیلدت، په خبره په دې کې تر ۱۰۰۰ ډیري نجوني او هلکان دي. د تیرکال په پرتله د لټونو په شمیر کې کوم بدلون نه دی راغلی.

Spanien minderjährige Flüchtlinge nach Mittelmeer-Überfahrt
سږ کال تر ۸۰۰۰ ډیر بی سرپرسته کم عمره مهاجر ماشومان آلمان ته راغلي ديانځور: Getty Images/AFP/J. Guerrero

نوموړې زیاتوي ډیري هغه مهاجر چې په آلمان کې یې د خپلو کورنیو د غړو د لټون له پاره عریضې وړاندې کړي دي د افغانستان، سومالیا او سوریې هیوادونو اتباع دي: «د کورنیو له پاره تر دې ډیر بدتر به څه وي چې نه پوهیږي د کورنۍ غړی یې ژوندی دی او یا هم څه ورته پیښ شوي دي؟»

د لټون د خدماتو د دغې مشرې په خبره د کورنۍ د غړو د هر دوهم لټون په هکله د DRK-Suchdienst یا د آلمان د سره صلیب د لټون انټرنټي خدمات کولی شي مرسته وکړي او یا هم لږ تر لږه معلومات وړاندي کړي. خو د لټون د ډیرو مواردو په اړه له بده مرغه باید فرض کړو چې دوی به د مهاجرت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

نوموړۍ په دې هکله د توضیحاتو په ترڅ کې وویل: «د مهاجرت په مختلفو مسیرونو کې د وژل شوو کسانو تشخیصول همیشه ممکن نه وي، له همدې امله د ډیرو داسې کسانو د برخلیک په هکله وضاحت همداسې نامعلوم پاتيږي».

dpe,AFP(S.N/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: