1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زابل کي لږ تر لږه ۱۴ مسافر وتښتول سول

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۳۰, شنبه

د افغانستان په زابل ولايت کي نامعلومه وسله والو د سرويس موټر څخه لږ تر لږه ۱۴ کسان تښتولي دي. باور کيږي چي تښتول سوي مسافر هزاره ګان دي.

https://p.dw.com/p/1H9wG
انځور: imago/Xinhua

د شنبې په ورځ (د نوامبر ۲۱مه نېټه) د زابل په ولايت کي د تښتونې نوې پيښه رامنځ ته سوه. د مسافر تښتونې دغه پېښه د هغه څخه لس ورځي وروسته رامنځ ته کيږي چي د تښتول سوو افغانانو د وژنو وروسته په کابل کي لوی احتجاج تر سره سو. د زابل د شاجوی ولسوالۍ اوسېدونکو ويلي چي په دغه پېښه کي ۲۰ مسافر چي هزاره ګان ول، د وسله والو له خوا تښتول سوي دي.

په یاد ولايت کي د کندهار کابل پر سړک يو سرويس موټر د وسله والو له خوا ودرول سو. د زابل ولايت لوړپوړي پوليس چارواکي ميرويس نورزي ويلي دي چي دغو وسله والو د ځان سره يو شمېر مسافر بيولي دي.

نورزي ويلي چي دوی ته د تښتول سوو مسافرينو دقيق شمېر او د هغوی هويت نه دی څرګند. خو د دغه سرويس موټر د شرکت منيجر او یو ولايتي چارواکي ويلي چي د تښتول سوو کسانو شمېر لږ تر لږه ۱۴ دی او دا چي هغوی به خټه هزاره نه دي.

«وسله والو د مسافرو اسناد وکتل»

د احمدشاه ابدالي په نوم د سرويس موټرو د دغه شرکت منيجر سيد محب الله ويلي: «وسله والو د خلکو څخه د هغوی د تذکرو او اسنادو غوښتنه وکړو. دغو وسله والو د ځان سره هغه کسان بوتلل چي هزاره ګان ول.» نوموړي دا څرګندوني د رايټرز خبري آژانس ته کړي دي.

سيد محب الله زياته کړې چي باور کوي چي د نورو سرويس موټرو څخه به هم شايي مسافر تښتول سوي وي. له بل اړخه د زابل د ولايتي شورا غړي اسدالله کاکړ ويلي دي چي د هغه په آند ۲۰ مسافر تښتول سوي چي پکښي صرف دوه يې هزاره دي.

د دغو نوو تښتونو پړه تر اوسه هيڅ وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخيستې.

وسله والو د مياشتي په پېل کي په زابل کي ۷ تښتول سوي انسانان وژلي ول. دغه مقتولين چي سرونه ورڅخه پرې کړل سوي ول پکښي ماشومان او ښځي هم شامله وې. هغوی په خټه هزاره ول.

دغو قتلونو او په قندوز کي د طالبانو له لوري د سپتمبر په مياشت کي پرمختګونه د دې باعث سوي چي د افغانستان په خلکو کي د بې امنيتۍ احساس زیات سوی دی.