1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روزگان کي د ملکي وگړو دوه موټره پر ماينونو ختلي

محمد ابراهيم سپېڅلی۱۳۹۴ خرداد ۲۶, سه‌شنبه

د روزګان ولایت د هراود ولسوالۍ د جمبرک کوتل په سيمه کي پر دوو موټرانو باندي د ماين چاودني په پښه کي ۳ ملکي کسان وژل سوي او ۱۶ نور ټپيان سوي دي. پيښه نن غرمه رامنځ ته سوې ده. مسئوليت يې تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

https://p.dw.com/p/1Fhwa
انځور: DW

د رزوګان د والي ویاند دوست محمد نایاب دویچه ویله پښتو څانګي ته د پيښي د پخلي ترڅنګ وویل، چي په دې چاودونو کي ۳ ملکي کسان وژل سوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

نایاب وايي دواړه موټره له کندهار څخه د دایکنډي ولایت کجران ولسوالۍ ته روان ول، چي په لاره کي پر ښخ سوو ماينونو برابر سوي دي. د هغه په قول، په وژل سويو او ټپیانو کي ښځي او کوچنیان هم شامل دي.

د پيښي قربانیان د روزګان مرکزي روغتون ته لېږدول سوي او هلته یو تن ډاکټر د نوم نه ښوولو په شرط دويچه ويله پښتو څانګي ته وویل، چي دوی ته له یادي پيښي څخه ۳ جسدونه او ۱۶ ټپیان ور وړل سوي دی.

د ډاکټر په قول، په ټپیانو کي د ۴ تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی، چي دامهال تر بېړنیو روغتیايي مرستو لاندي دي.

د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري چا پرغاړه نه دی اخيستی، خو د روزگان ولايت چارواکي وايي چي دا کار د دوی د وسله والو مخالفانو دی.

په افغانستان کي دغه شان پيښو عام وگړي سخت په غوسه کړي دي. خلک وايي، هره میاشت په لسونو انسانان د سړک د غاړي په ښخ سویو ماینونو کي قرباني کیږي.