1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په راتلونکې کي به بې پيلوټه الوتکي مهم رول ولري

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۱۷, پنجشنبه

د بې پيلوټه الوتکو د پرله پسې استعمال له امله هڅه کیږي چې لګښت يي نور هم را کښته کړل شي. بې پيلوټه الوتکي به په راتلونکې کې د جګړو او وضعي د څارني په برخه کې مهم رول ولري.

https://p.dw.com/p/1B3Xh
انځور: U.S. Navy via Getty Images

دغه خبره د تهنک ټینګ په نامه د «ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال انستیتوت» د نړۍ د هیوادونو د پوځي لګښتونو په هکله په خپل کلني څېړنیز رپوټ کې کړې ده. د «۲۰۱۴ کال د پوځي توازن» په نامه دغه رپوټ زیاتوې: په داسې حال کې چې اروپايي هیوادونه په کرار کرار سره خپله پوځې بودیجه را کموي، په اسیايي هیوادونو کې پوځي لګښتونه مخ پر ډېرېدو دي.

په چهارشنبې ورځ (۲۰۱۴ کال د فبرورۍ ۵) د بریتانيي په پلازمېنه لندن کې د دغه کلني رپوټ د وړاندې کولو پرمهال د دغې ادارې یوه کارپوه ډګ بیري، وویل چې په راتلونکي کې به د بې پيلوټه الوتکو استعمال ډېر شي.

د هغه په خبره د یویشتمي پېړۍ په پيل کې داسي فکر کېدی چې ډیر ژر به بې پيلوټه الوتکي د نورو عادي الوتکو ځای ونیسې، خو د روانې پېړۍ په نژدې راتلونکو کلونو کې دا ناممکنه ده او عادي الوتکي به هم تر یو وخته پوري خپل فعالیت جاري وساتي.

د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال انستیتوت ادارې په حواله په راتلونکي کې له بې پيلوټه الوتکو په استفاده کې د زیاتوالي په هکله یو شمیر قانوني او اخلاقي پوښتنې هم را پورته شوي دي. دا خبره مهمه ده چې له بې پيلوټه الوتکي څخه یوازي په دفاعي برخه کې کار واخیستل شي.

پوست رسونکې بې پيلوټه الوتکه
پوست رسونکې بې پيلوټه الوتکهانځور: picture-alliance/dpa

د دغه رپوټ پر بنسټ د داسي بې پيلوټه الوتکو په هکله اندیښنې ډیري شوي دي چې په وسلو سمبال وي، خو د بې پيلوته الوتکو له مرکز څخه د انسان په وسیله نه کنترولیږي.

د تِھنک ټينک رپوټ زیاتوې چې که د وژونکو عملیانو پریکړه ماشینونو ته وسپارل شي، هغه مسله ده چې نه خو به يي د هیوادونو له پارلمانونو او نه هم د حکومتي کړیو له خوا ملاتړ وشي.

د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال انستیتوت د رپوټ پر اساس په عنعنوي توګه بې پيلوټه الوتکي د لوېدیځو هیوادونو د پوځ ملکیت ګڼل کیږي، خو اوس د ارزان بيه او کوچنیو بې بیلوټه الوتکو تر جوړیدو وروسته یو شمیر کوچنۍ کمپنۍ، د لږو وسایلو درلودونکي هیوادونه او په شخصي توګه هم له بې پيلوټه الوتکو څخه کار اخیستل کیږی.

په رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۱۳ مېلادي کال کي امریکا متحده ایالاتو د تر ټولو لوړ پوځي لګښت له امله لومړی مقام درلود. په همدې کال کې د متحده ایالاتو د دفاعي بودیجې حجم ۶۰۰،۴ میلیارده ډالره وو. چین په ۱۱۲،۲ میلیارده ډالرو سره په دوهم او روسیه په ۶۸،۲ میلیاردو ډالرو سره دریم او سعودي عربستان په ۵۹،۶ میلیارده ډالره دفاعي بودیجې سره په څلورم مقام کې ځای نیولی دی.

افغانستان د خپل ملي ناخالص عاید ۱۳،۸ فیصده په دفاعي برخه کې لګولي دي. تر افغانستان وروسته عمان په دې برخه کې د خپل ملي ناخالصې عايد ۱۱،۷ فیصده او سعودي عربستان د خپل ملي ناخالص عاید اته سلنه په دفاعي برخه کې مصرفه کړې ده.

له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پوری د اسیايي هیوادونو په دفاعي بودیجه کې په مجموعي توګه ۱۱،۶ فیصده زیاتوالی راغلې، په داسې حال کې چې د اروپايي هیوادونو په دفاعي بودیجه کې په مجموعي ډول ۲،۵سلنه کمښت ثبت شوی دی.