1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په دوو ولايتونو کي هيچا ځان نه دی کانديد کړی»

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ مهر ۳, چهارشنبه

د افغانستان د ټول ټاکنو خپواک کمېسیون وایي چي تر اوسه پوري د هيواد په دوو ولایتونوو کي هيچا د ولایتي شورا له پاره ځان نه دی نومولی او په اتو ولایتونو کې ټول نوماندان نارینه دي او یوې ښځي هم ځان نه دی نومولی.

https://p.dw.com/p/19oHB
انځور: DW

زابل او نورستان هغه دوه ولایتونه دي چې تر اوسه پوري پکښې هيچا نه نارینه او نه هم ښځینه کانديدانو د ولايتي شورا ټاکنو ته ځانونه نومولي دي.

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاه رئيس ضیا الحق امرخیل د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر۲۵) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی په زابل او نورستان کي د ټاکنو د تر سره کیدو په اړه شدیده اندیښنه لري او د کاندیدانو د نوم لیکنې مرکزونو ته د نارینه او ښځینه احتمالي نوماندانو نه ورتګ دا ښيي چې په یادو ولایتونو کې امنیتي ګواښونه تر هغه ډير دي چې دوی یي په اړه فکرکاوه.

د امرخیل په وینا چې د ولایتي شورګانو په ټاکنو کې د ښځو د کم حضور په اړه هم شدیده اندیښنه لري. دایکندي، میدان وردګ، زابل، پکتیکا، بدخشان، نورستان او سمنګان هغه ولایتونه دي چې پکښې یوې ښځي هم تر اوسه پوري ځانونه ولایتي شورګانو ته نه دي نومولي:

«اته داسي ولایتونه لرو چې یوې ښځي هم تراوسه خپل معلوماتي بسته د ټاکنو کمېسیون ته نه ده سپارلې او دا ښيي چې یوې هم تر اوسه ولایتي شورا ته په رسمي توګه ځان نه دی نومولی.»

په همدې حال کې د ټاکنوکمېسیون چارواکو د زابل او نورستان ولایتونه هغه سیمي ښولي دي چې تر اوسه پوري پکښې یوه کس هم د وولایتي شورا له پاره ځانونه نه دي نومولي.

د دغه کمېسیون د دارالانشاه رئيس ضیا الحق امرخیل وايي چي دوی په دې اړه شدیده اندیښنه لري: «بد بختانه چې زابل او نورستان هغه ولایتونه دي چي تر اوسه پوري یوه کس هم ولایتي شورا ته ځان نه دی نومولی او په دي اړه موږ احتمالي نوماندان هڅوو چې زموږ مرکزونو ته ورشي او نومونه ولیکي.»

بله خوا د افغانستان له ملي ټلوالي او یو شمیر نورو سیاسي او مدني گوندونو څخه جوړ ائتلاف چي ورته د انتخاباتي ائتلاف نوم ورکړل شوی دی وايي چي ولسمشرۍ ته به يې کانديد غالباً ډاکټر عبدالله عبدالله وي.

د دغه ائتلاف د مرکزي شورا غړی او د ملي ټلوالي ویاند انجينرعاصم د چهارشنبې په ورځ په کابل کي دویچه ویله ته وویل چي د دوی د ټاکنیز ائتلاف د اکثريت پريکړه کېدای سي چي دا وي چي ولسمشرۍ ته به يې کانديد ډاکټرعبدالله وي:

«غالباً د اکثريت پریکړه تر اوسه پوري دا ده چي ډاکټر عبدالله به د دوی کانديد وي او احتمال لري چي په ډله کي به يې حزب اسلامي او محقق حضور ولري. خو طبعاً په دې تفاهم دوام لري.»

تر اوسه پوري یوازي یوه تن ولسمشرۍ ته ځان نومولی دی چې هغه هم د وفاق ملي گوند مشر بسم الله شیر دی.

د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي چي دوی ډاډه دي چې انتخابات به پر وخت تر سره کیږي او په دغه برخه کې بې له امنیتي ستونزو بله کومه لویه اندیښنه نه لري.