په دوه جلا پېښو کې پنځه پولیس او درې ساتونکي ووژل شول
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبهاعلان
په افغانستان په دوه جلا جلا پیښو کې پنځه افغان پولیس او درې ساتونکي وژل شوي دي. د پېښو پړه پر طالبانو وراچول شوې ده.
د رپوټونو له مخې پولیس د سه شنبې په ورځ نا وخته د فراه په ولایت کې وژل شوي دي دا په داسې حال کې ده چې ساتونکي د پکتیکا ولایت کې د سړک د غاړې د یوه ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.