په دوشنبه کي هم د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس جوړیږي
۱۳۹۰ دی ۲۲, پنجشنبهد تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي او افريقايي څانگو د مديريت مشر ارداشير کديري، په دوشنبه کي خبريالانو ته ويلي دي چي په دې کنفرانس کښي به په افغانستان کښي د اورگاډي د پټلۍ پر جوړولو باندي خبري اتري وسي:
«په دې کنفرانس کښي به پر دې باندي بحث وسي، چي څنگه کيدای سي چي مرکزي اسيا د افغانستان له لاري له پاکستان او ايران سره د اورگاډي د پټليو په جوړولو سره وتړل سي.»
د هغه په خبره په دې نړيوال کنفرانس کښي به افغانستان او د هغه گاونډي هيوادونه پاکستان او ايران د اورگاډي پټلۍ د جوړولو په اړه خپل دقيق پلانونه وړاندي کړي.
کديري وويل چي دغه راز به له افغانستان سره د مرکزي اسيا سرحد لرونکي هيوادونه، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هم د اورگاډي پټلۍ د جوړولو پلانونه وړاندي کړي:
«په څانگړې توگه تاجکستان چي له ډيري مودې راهيسي په دې لټه کي دئ چي د قرغزستان او افغانستان تر منځ د اورگاډي د پتلۍ د جوړولو له پاره پانگه پيدا کړي.»
د اورگاډی دغه پټلۍ چي له تاجکستان څخه به ترانزيت تيريږي۱۹۷۲ کيلومتره اوږدوالۍ لري او شاوخوا يو ميليارد ډالره مصرف ورباندي راځي.
د تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت استازي دغه راز وويل چي په دې کنفرانس کښي به د آمودرياب له اوبو څخه د گټي اخيسنتي پر سر هم خبري وسي.
تاجکستان او افغانستان اوس په دې تلاښ کي دي چي په تاجکستان کښي له آموسيند څخه پر جلاسوي پنج سيند باندي د بريښنا د توليد د يوې فابريکې د جوړيدو له پاره پانگه پيدا کړي. دغه فابريکه به د ۴۰۰۰ ميگاواټه بريښنا د توليد توان ولري او د جوړيدو له پاره ئې ۳ ميليارده ډالرو ته اړتياده.
په دې کنفرانس کښي به د ۷۰ هيوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي گډون وکړي.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش