1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دمشق کې نوو نښتو ۴۸ کسان ووژل

۱۳۹۱ شهریور ۲, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15vJn

په دمشق کې د چهارشنبې په ورځ هم نښتې روانې وې. د دې ښار پر جنوبي سیمو باندي دولتي څرخي الوتکو توغندي وغورځول او د سپکو وسلو ډزې ئې وکړي. دا پر دمشق باندې د بشارالاسد د ځواکونو د ولکې د غځولو نوې هڅې دي.

د اسد ضد فعالینو ویلي دي چې په وروستیو نښتو کې لږ تر لږ ۴۷ کسان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې ملگرو ملتونو ویلي دي چې په سوریې کې د رژیم له خوا ځینې کارول شوې وسلې ښایي د ایران له خوا د اسد پلوي ځواکونو ته ورکړل شوي وي.

په همدې حال کې د سوریې د بشري حقونو سازمان ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ هم په ټوله سوریه کې ۲۵۰ کسان وژل شوي ول.