1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دمشق کې د ځانمرګي بریدنو تر شا څوک ولاړ دي.

۱۳۹۰ دی ۳, شنبه

په دمشق کې په دوو ځانمرګي بریدونو کې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي. د سوریې امنیتی چارواکي وایي چې دا د «القاعدې د ترهګرې شبکې» کار دی. خو د رژیم مخالفې ډلې په دې وینا شک لري.

https://p.dw.com/p/13YnN
په پلازمینه دمشق کې د دغې چاودنې له امله ۴۰ تنه وژل شوي.
په پلازمینه دمشق کې د دغې چاودنې له امله ۴۰ تنه وژل شوي.انځور: Picture-Alliance/dpa

د سوریې د دولتي تلویزیون د رپوټ له مخې د دغې حملې هدف د سوریې د دولت د امنیتی ارګانونو دوه ودانۍ وې. ویل شوي دی چې د پیښې ډیری قربانیان ولسي وګړی دي. خو په دې حمله کې د حکومت امنیتی کسان هم وژل شوي دي.

د ولسمشر، بشارالاسد، د رژیم پر ضد د خلکو د پاڅون څخه را په دې خوا دا لومړې ځل دې چې د نوموړي هیواد په پلازمینه دمشق کې په داسی خونړیو حملو لاس پوري کیږي. دغه ښار تر اوسه پورې له اخ او ډب څخه ژغورل شوی پاتې شوی وو.

د سوریې رژیم د دې حملی ملامتیا د القاعدې په ترهګرې ډلې اچولې ده او ویلې یې دي چې «بهرني وسله وال» هڅه کوي له میاشتو را په دې خوا واکمن نظام بې ثباته کړي او د هغوي د خپلې وینا له مخې «په هیواد کې یې ګډوډي رامنځ ته کړي.»

د اسد رژیم له دې څخه انکار کوي چې د سوریې عامو خلکو د هغه پر ضد له میاشتو را په دې خوا په احتجاجونو لاس پورې کړی دی.

د سوریې یو مبصر، شریف شاده، چې له رژیم سره نږدې اړیکي لري ویلې دي چې دمشق ته د لبنان له خوا د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړل شو چې د لبنان په ختیځ کې د بیکا د درې له لارې د القاعدې اورپکي سوریې ته ننوتې دي.

د لبنان د دفاع وزیر، فیاض غوسن، د چهار شنبې په ورځ د کابینې یوې غونډې ته وویل چې په تیرو اونیو کې د القاعدی یو څو غړي لبنان ته داخل شوی دي او د یوې تروریستي حملې لپاره بندو بست کوي.

د سوریې «آزادي بښونکی پوځ» چې د رژیم څخه له تښتیدلو پوځیانو څخه جوړ شوی او د مخالف لوري سره یې لاس يو کړی دی د دمشق حملې غندلې دي. د هغوي یو قوماندان، ریاض الاسد، وویل: «مونږ له هغه یو وحشیانه عمل سره هیڅ تړاو نه لرو چې په هغه کې ملکي خلک ووژل شي.»

د بشار الاسد د حکومت مخالفې ډلې ګمان کوی چې ښایي «رژیم خپله د دې حملې تر شا وي» تر څو د خلکو د پاڅون د ټکولو لپاره توجیه پیدا کړي.

د هغوې د وینا له مخې په کومه سیمه کې چې چادونې شوې دی امنیت یې ډیر ټینګ دی.
دغه دوه ځانمرګي بریدونه په داسې وخت کې پیښیږي چې سوریې ته د عربي ټولنې یو پلاوی تللی دی. د دغه پلاوی دنده دا ده چې د سوریی د سیاسي کړکیچ د څارنې لپاره په لومړي سر کي د عربي ټولنې د دیرش کسیز او بیا وروسته د دوه سوه کسیز څارونکو د کار لپاره لاره اواره کړې.

د سوریې د حکومت او د عربی ټولنې تر منځ موافقه شوې ده چې دغه څارونکي به په آزاده توګه په سوریه کې تګ او راتګ کوي تر څو د احتجاجونو لاملونه وڅيړي او وګوري چې څرنګه کولای شي چې زور زیاتیو ته د پای ټکی کیښودل شي او په عین وخت کې د بندیانو د خوشی کولو امکانات وڅیړي.

د حکومت مخالف اړخ د عربي ټولنې دغه ماموریت رد کړی دی او وایي چې رژیم هڅه کوي له دې لارې د «وژلو او ټکولو» سیاست ته دوام ورکړی او د خپلې بقا لپاره لارې چارې ولټوي.

دا چې د دمشق د حملې تر شا رښتیا هم القاعده ولاړه ده، څرنګه چې د بشار الاسد امینتي چارواکي ادعا کوي تر اوسه پورې په دقیقه توګه معلومه نه ده.

لایدهولډ اولرش/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض