په داغستان کې دوه بمي چاودنو شل تنه ووژل
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۵, جمعهاعلان
د شمالي قفقاز د روسیې د فیډراسیون په خپلواکمن جمهوریت داغستان کې د دوه بمي چاودنو لع امله لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي دي چې په دوی کې یو څو پولیس هم شامل دي. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې دغه پیښه چې د مخاج قلعه په ښار کې رامنځته شوې، ۸۰ تنه پکښې ټپيان شوي هم دي.
لومړۍ بمي چاودنه د پولیسي د تالاشی په یوه پوسته کې رامنځته شوه او کله چې امبولاسونه او ژغورونکي عمله د پیښې ځای ته ورسیده نو دویم چاودنه وشوه. په داغستان کې هم د چیچنیا په څير اسلامي ډلې د قفقاز د ازاد امارت له پاره وسله واله مبارزره کوي.