1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په خوست کې د یوه موټر برید مخه ونیول شوه

۱۳۹۶ اسفند ۱۵, سه‌شنبه

د خوست پولیسو د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې کشفي ادارو یې یو موټر بم کشف کړی او نيولی دی چې د خوست ښار ته پر لاره وو. چارواکي وایي چې د یوه احتمالي برید مخه یې نیولې ده.

https://p.dw.com/p/2tlAh
Panzerfahrzeug mit explosivem Material sichergestellt  Khost Afghanistan
انځور: DW/F. Zahir

په خوست کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر شیرداود ارین دویچه ویله ته وویل چې وسله والو له تکتیکه کار اخیستی او د پولیسو له هاموی موټر څخه په استفادې یې د برید پلان درلود.

هغه وایي، په دغه موټر کې کابو څلور ټنه چاودیدونکي او خطرناک زهري مواد ځای پرځای شوې ول، چې د خوست اسماعيل خېلو ولسوالۍ اړوند په یوه سیمه کې پولیسو کشف کړی او وسله والو غوښتل چې په خوست ښار کې چاودنه ورکړي. که دا کار شوی وای ډېر ځاني او مالي تاوان به یې رامنځته کړې وای: «موږ دا موټر بم کشف او شنډ کړ. که دغه چاودنه کړې وای، ډېر افغانان به یې په وینو کې لمبولې وای. دا د دوښمن او پردیو اجینټانو کار دی، خو هدف ته له رسیدو وړاندې پولیسو نا کاره کړ».

ارين وويل چې د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو د پولیسو او امنیتي ارګانونو پلټنې روانې دي.

هغه زياته کړه چې په تېرو درو ورځو کې یې پولیسو د مختلفو جرمونو، قتل، غلاوو، نشه یي موادو د قاچاق او ځنګلونو وهلو په تور ۱۵ تورن کسان نیولې دي او د څیړنو له پاره یې دوسیې څارنوالۍ ته لیږلې دي. 

خوست د هېواد په سویل ختیځ کې سرحدي ولایت دی چې له ډیورنډ کرښې سره اوږده پوله لري، خو په وروستیو کلونو کې یې امنيت په نسبي توګه ښه شوی او د نا امنیو راپورونه ترې کم ورکول کیږي.

خبریال: عرفان الله سمسور

زموږ له آرشیف څخه: