1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ختیځ اوکرایین کې د «ترهگرۍ ضد» عملیات پيل شوي

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۲۴, یکشنبه

په ختیځ اوکرایین کې لا هم ناکرارۍ ادامه لري، د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو د ولکې ختمولو له پاره «ترهگرۍ ضد» عملیات پیل کړي دي.

https://p.dw.com/p/1Bh9Y
انځور: Reuters

د انترفکس، خبري آژانس د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر آرسین اواکوف، له قوله ویلي دي: «په سلاونسیاک، کې د ترهگرۍ ضد عملیات پیل شوي دي. دغه عملیات د هیواد د امنیتي خدماتو د ترهگرۍ ضد ادارې له لوري پر لار اچول شوي دي. د هیواد ټول امنیتي واحدونه په دغو عملیاتو کې گډون لري.»

د شنبې په ورځ د اوکرایین د مؤقت حکومت د کورنیو چارو وزیر آرسین اواکوف، د فیسبوک پر پاڼه لیکلي ول: «وسلوالو ځواکونو چې کوماندويي یونیفورم یې پر تن وو په سلاونسیاک، کې د پولیسو دوه څانگې نیولي دي. د دې غبرگون به ډیر سخت وي ځکه چې د احتجاج کوونکو او ترهگرو تر منځ توپیر موجود دی.» هغه زیاته کړې ده چې د اوکراین ځانگړي ځواکونه د پیښې ځای ته استول شوي دي.

تر دې لږ څه وروسته پولیسو ویلي ول چې دغه ډلې په نوموړي ښار کې یوه بله ودانۍ ولکه کړې ده.

تیره ورځ د کورنیو چارو د سیمه ییز وزارت له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي ول: «هماغه وسلوالې ډلې چې د ولسوالۍ د پولیسو مرکز یې نیولی وو، په سلاونسیاک، کې د اوکرایین د امنیتي خدماتو، ودانۍ هم نیولې ده.»

سلاونسیاک، د اوکراین په دونیڅک سیمه کې پروت دی چې د روسیې له پولې ۱۵۰ کیلومتره واټن لري. لا تر اوسه د وسلوالو کسانو شمیر معلوم نه دی او نه هم د هغوی له لوري کومه غوښتنه شوې ده.

د دونیڅک او لوهانسک په ښارونو کې د روسي پلوو احتجاج کوونکو له لوري دولتي ودانۍ نیول شوي دي او دوی د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غواړي چې ختیځ اوکراین ته ځواکونه ورواستوي.

د چهارشنبې په ورځ د اوکرایین چارواکو بیلتون غوښتونکو ته د ودانیو اشغال ته د پای ټکي کښیودلو له پاره ۴۸ ساعته ضرب الاجل ټاکلی وو. دغه ضرب الاجل د جمعې پر ورځ پای ته ورسید خو د پولیسو له لوري داسې کوم اقدام و نه لیدل شو، چې دغه کسان دې په زوره ویستلو ته اړ کړي.

د اوکرایین د کورنیو چارو د وزیر له لوري د فیسبوک په انټرنیټ پاڼه کې په خپور شوي پیغام کې وړاندې راغلي ول: «زه غواړم دا خبره بیا وکړم: هغه څوک چې ډیالوگ غواړي...ورسره به خبرې اترې وشي او د حل لارې چارې به ولټول شي. هغه کسان چې وسلو ته لاس کوي، ودانیو ته اور ورته کوي، پر خلکو ډزي کوي او خلک ویروي، دغه کسان به له مناسب غبرگون سره مخامخ شي.»

دونیڅک ته د جمعې پر ورځ د یوه ناببره سفر پر مهال، د اوکراین مؤقتي لومړي وزیر آرسیني یاڅینوک، د هیواد دغې سیمې ته د لا ډیر واک ورکولو ژمنه وکړه او ویې ویل چې کیف به په ختیځ کې د روسي ژبې د استعمال پر حق باندې کوم محدودیتونه و نه لگوي.

خو کیف، د روسي پلوه احتجاج کوونکو د یوه آزاد ریفرنډم یا ټولپوښتنې د تر سره کیدو غوښتنه رد کړه. تیره میاشت د تورې بحیرې د کریمیا په نیمه ټاپو کې هم دغسې یوه ټولپوښتنه تر سره شوه، چې په پایله کې دغه ځای د روسي ځواکونو له لوري اشغال شو. اوکرایین او د لویدیځ زیاتره هیوادونه په کریمیا کې تر سره شوی ریفرنډم غیر قانوني گڼي.