1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ختيځ تيمور کي د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کيږي

۱۳۹۰ اسفند ۲۷, شنبه
https://p.dw.com/p/14M1U

د سويل ختيځي آسيا په ختيځ تيمور کي د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کيږي. د ختيځ تيمور د برحاله ولسمشر خوسې مانوويل راموس هورتا، پر وړاندي يوولسو نورو کسانو ځانونه د ولسمشرۍ لپاره کاندي کړي دي. راموس هورتا هغه سياستوال دئ چي د فرېټيلين نومي گوند مشري پر غاړه لري چي د ختيځ تيمور د خپلواکۍ غوښتونکی گوند دئ. د ولسمشرۍ په دغو ټاکنو کي په لومړي پړاو کي د برياليتوب له پاره اړينه ده چي کانديد تر ۵۰ سلنه څخه زياتي رايي وگټي. که يو کانديد هم په دې ونه توانيږي نو په دوو اونيو کي د ټاکنو دويم پړاو تر سره کيږي. اټکل کيږي چي د دغو ټاکنو رسمي پايلي به تر خپرېدو پوري لږ تر لږه يوه اونۍ وخت په بر کي ونيسي. ختيځ تيمور چي تقريبا يوولس لکه نفوس لري د ۲۰۰۲ مېلادي کال راهيسي خپلواکه هيواد دئ. د اندونېزيا څخه د خپلواکۍ تر لاسه کولو څخه تر مخه په کورنۍ جگړه کي تر ۱۸۰ زرو څخه زيات انسانان وژل سوي وي.