1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خان آباد کې د خړوبولو د سيستم بيا رغونه

۱۳۸۵ دی ۱۸, دوشنبه

د افغانستان د ماليې وزارت او اروپايي کميسيون تر منځ د کندز ولايت په خان آباد کې د خړوبولو د سيستم د بيا رغونې په موخه د 12,2 مليونو يورو په ارزښت د مرستې يو تړون لاسليک شوی دی. د دې پروژې په جوړولو سره به په خان آباد کې د پنځه سوه زرو گټه اخېستونکو لپاره د خړوبولو اوبه برابرې کړای شي.

https://p.dw.com/p/DKBG
کندز د غنمو د توليد له امله تاريخي سابقه لري
کندز د غنمو د توليد له امله تاريخي سابقه لريانځور: AP
همدارنگه به د دې پروژې په وسيله د غير منظمو اوبو د جريان له امله د چاپېريال په خرابوالي کې کموالی رامنځ ته شي. د خان آباد پروژه د يوې مهمې کرنيزې سيمې په توگه د افغانستان د حکومت لخوا يو څو لسيزې وړاندې پېژندل شوې وه او د نړيوال بانک په مالي مرسه د نوموړې پروژې کار پيل شوی و. خو د پروژې له نوي فيصده کار له بشپړېدو څخه وروسته په 1970 م کال کې د پروژې کار په ټپه درول شوی و او وروسته د جگړې په کلونو کې په دې برخه کې هېڅ ډول گام وانه خېستل شو. د اوسنۍ پروژې په ترڅ کې به د خړوبولو دا پروژه بېرته ورغول شي او شل په سلو کې پاتې برخه به يې بشپړه شي. انجينرخليل الله امني، د کندز ولايت د اوبو رسونې رئيس په دې هکله وايي:
»په حقيقت کې د کندز ولايت د افغانستان گدام دی، دوه سوه شل زره هکتره ځمکه په دې ولايت کې خړوبولو ته اړتيا لري. کچيري د دې ولايت د اوبو لگونې سيستمونه بېرته په اساسي توگه فعال شي نو باور لرم چې د خلکو په ژوند کې به ډېر مثبت بدلونونه رامنځ ته کړي«
د درې کلونو وچکاليو او شخړو څخه وروسته به د اروپايي کميسيون دغه پروژه لږ تر لږه د نيم مليونو خلکو لپاره د خړوبولو د اوبو د ښه او منظم سيستم څخه د گټې اخېستنې دپاره زمينه برابره کړي. په افغانستان کې نوموړې سيمې د غنمو د توليد او کرنې له امله تاريخي سابقه لري.