1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په حلب کي د اسد ځواکونو پرمختگ

۱۳۹۵ آذر ۲۲, دوشنبه

د سوریې د واکمن بشارالاسد ځواکونه د حلب په ختیځ کې د پرمختگ په حال کې دي. د رپوټونو له مخې د یاغیانو مقاومت مخ پر کمزورۍ دی. له دغي سیمي په زرونو کسان د جگړې له لاسه تښتیدلي دي.

https://p.dw.com/p/2U8gU
Syrien syrische Armee in Aleppo
انځور: Getty Images/AFP/G. Ourfalian

د فعالانو د وینا له مخې د سوریې پوځ په حلب کې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې په سویل ختیځه برخه کې یوه لویه سیمه نیولې ده. لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې د بشارالاسد ځواکونو د شیخ زاید، ناحیه ولکه کړې ده. دغه سازمان اټکل کوي چې په دې سره حکومتي ځواکونو د ښار د ختیځې برخې ۹۰ سلنه نیولې ده چې ترمخه د یاغیانو په ولکه کي وه.

د يوې آزادي سرچين له خوا د دغه سازمان د معلوماتو ارزول گران دي. د یاغیانو د شامیه جبهې ویاند ویلي دي چې ياغيان د حلب ښار په ختيځ کې پر يوه کوچنۍ سیمه باندي کنترول لري.

څومره ملکي وگړي په تېښته کې دي؟

پر حلب ښار باندې له څو میاشتو راهیسې جگړه روانه ده. تر تیرې لنډې مودې پورې د ښار په لویدیځه برخه حکومتي ځواکونو کنترول لاره او په ختیځه برخه یاغیانو. د نومبر میاشتې په نیمایي کې د بشارالاسد حکومتي ځواکونو په بشپړه توگه د دغه ښار د نیولو عملیات پېل کړل. د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان، په شیخ زاید سيمه کې د یکشنبې په ورځ د حکومتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ د سختې جگړې رپوټونه ورکړي دي.

د روسیې د معلوماتو له مخې د شنبې په شپه تر ۱۰ زرو زیات کسان د حلب په سویل ختیځ کې د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو څخه وتلي دي. پر دې سربیره انترفاکس خبري آژانس په مسکو کې د دفاع وزارت په حواله رپوټ ورکړی دی چې تر ۷۰۰ زیاتو یاغیانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې خپلې وسلې پر ځمکه ایښي دي.

د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان چې اپوزیسیون ته نزدې گڼل کیږي د دې برعکس رپوټ ورکړی دی او ویلي یې دي چې په سونو کسان له دغې سیمې تښتیدلي دي او په وینا یې یاغیان تسلیم شوي نه دي.

په حلب کې وضعیت لا هم پېچلی دی. د ملکي کسانو او همداشان یاغیانو له پاره د احتمالي لار ورکولو په هکله ضد او نقیض رپوټونه ورکول کیږي. د یاغیانو د استازو د معلوماتو له مخې امریکا متحدو ایالاتو او روسیې دوی ته د جنگیالیو، د هغوی د کورنیو او ملکي کسانو د آزاد او باعزته وتلو وړاندیز کړی دی. خو زیاته شوې ده چې په حلب کې یاغیانو دغه وړاندیز ته کوم غبرگون نه دی ښوولی.

خو د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرگي ريبکوف، بیا دغه خبره نه مني. د RIA په نوم خبري آژانس د هغه له قوله لیکلي دي: «هغه څه چې لویدیځې رسنۍ یې رپوټ ورکوي، له حقیقته ليري دي.» د هغه په خبره روسیه پر دې باندې کار کوي چې داسې شرایط برابر کاندي چې خلک حلب ښار په خوندي توگه پریښودای شي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي دي چې د جنگیالیو وتل د توافق بله برخه ده، ځکه چې په وینا یې «تر ټولو زیات متحد ایالات پر نه منلو وړ شرایطو باندې ټینگار کوي.» خو زیاته شوې ده چې په ژنیف کې د دواړو هیوادونو د کارپوهانو تر منځ به خبرې اترې ادامه ولري.

د شنبې په ورځ د روسیې او امریکا متحدو ایالاتو پوځي کارپوهانو او دیپلوماتانو په ژنیف کې د سوریې د روان وضعیت او په ځانگړې توگه حلب ښار په هکله خبري اترې وکړې.

د شنبې په ورځ په پاریس کې هم د سوریې په هکله یوه کنفرانس جوړ شوی وو. په دغه کنفرانس کې د امريکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دمشق پر مشرتابه باندي په حلب کې د جنگي او بشریت ضد جرمونو تور ولگاوه. د غونډې په گډونوالو کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاين مایر هم ونډه درلوده. هغه په عاجل ډول د یوه اوربند او د ښار په ختیځه څنډه کې د بې وزلو کسانو د راتلو له پاره د یوه بشري دالان جوړولو غوښتنه وکړه.

نور مطالب: