1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"په جگړو کي له کوچنيانو څخه کار اخيستل کيږي"

۱۳۹۰ بهمن ۲۳, یکشنبه

د کندهار د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر د کوچنيانو د څانګي مسئولان وايي چي اوس هم په جنګ کي اخته دواړي غاړي له کوچنيانو څخه ګټه اخلي.

https://p.dw.com/p/1427s
انځور: UNICEF/NYHQ2004-0654/Brooks

ددغي څانګي مسئول شمس الدين تنوير وايي چي دوى تر ډيره ځايه د امنيتي څانگو په مرسته يو شمېر هغه هلکان چي عمرونه ئې تراتلس کلنۍ کښته ول د پوليسو له ليکو څخه ليري کړي دي.

خو په خبره ئې اوس هم په ځينو ځايونو کي کم عمره هلکان د پوليسو په ليکو کي سته. د نوموړي په خبره په دې وروستيوکي ئې لا هم دا ډول شواهد ليدلي دي.

«ښه بېلگه ئې د کندهار لوی محبس دئ. هلته مي پخپله يو ماشوم وليدئ چي د پوليسو يونيفورم ئې اغوستی وو او وطيفه ئې تر سره کوله.»

د کندهار عام ښاريان هم وايي چي د پوليسو په ليکو کي داسي کسان ليدل کيږي چي عمرونه ئې ډير کم دي او دوی د پوليسو يونيفورم اغوستي وي او له خلګو سره ښه چلند نه کوي.

«دغه کم عمره پوليس نه يوازي په بازارکي موټرونه تيز ځغلوي، بلکي د خلګوسره هم ښه رويه نه کوي. ځکه دوى د پوليس په اهميت نه پوهيږي چي پوليس څه معنى لري؟»

خو د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي بيا وايي د پوليسو د ګمارولو له پاره دوى يو منظم مسلکي کمېسيون ټاکلى دئ او د هغه ترڅنګ کله نا کله پرامنيتي حوزو او پوستو باندي هم څارنه کوي.

د اطرافي په خبره دوى هيڅکله داسي څوک چي عمر ئې تر اتلس کلنۍ کښته وي د پوليسو په ليکو کي نه پريږدي.

«دا قانون دئ، دا شخصي مکررات نه دي او نه شخصي څوک کولاى سي چي يو څوک دي په دنده وګماري.»

د بشري حقونو په سيمه ييز دفترکي د کوچنيانو د څانګي مسئول شمس الدين تنوير وايي نه يوازي دولت، بلکي د دولت مخالفه غاړه هم په خپلوهدفونو کي له کوچنيانو څخه ګټه اخلي.

د ده په خبره همدا اوس په مرکز کي يو شمېر کوچنيان په دې تور تر نظارت لاندي دي چي د دولت د مخالفينو له خوا د يو شمېرغيري قانوني کړونو سرته رسولو ته هڅول سوي ول.

«٣٥تنه کوچنيان په اصلاح مرکز کي دا مهال په دې تور تر نظارت لاندي دي چي د مخالفينو له خوا د غير قانوني عملونو سرته رسولوته خطاء ايستل سوي ول.»

خو ددولت د وسله والو مخالفينو ويندويانو له رسنيوسره په دې اړه په وار وار دا خبري ردکړي دي چي گويا دوى دي په جګړه کي له کوچنيانو څخه ګټه اخلي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زیارمل