1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوب ختیځې اسیا کې د مخدره توکو د کښت لوړیدل

۱۳۹۱ آبان ۱۰, چهارشنبه

ملګرو ملتونو ویلي دي چې په تیرو شپږو کلونو کې د اسیا په جنوب ختیځو هیوادونو کې ‏د مخدره توکو د کښت کچه دوه برابره لوړه شوې.‏

https://p.dw.com/p/16a4T
Women cultivate poppy plants Wednesday April 19, 2000 near Bhopal, India. India is a key transit route in the trafficking of drugs by Afghanistan, Pakistan and Myanmar, which together produce more than 90 percent of the world's heroin. India is a producer of opium, the chief ingredient of heroin. Opium crops are usually clandestinely grown deep inside the Indian forests where detection is difficult. (AP Photo/str)
Drogenmissbrauch in Indienانځور: AP

ملګرو ملتونو د چهار شنبې په ورځ وویل چې په چین او نورو هیوادونو کې د هیروینو له ‏پاره د تقاضا د لوړیدو له کبله په اسیا کې لا ډیر کروند ګر د کوکنارو کښت ته هڅیدلي ‏دي.‏

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو پر ضد د مبارزې ادارې ویلي دي چې د مخدره توکو يو پر ‏څلورمه برخه کارونکي په ختیځه اسیا او پسفیک کې میشت دي. یوازې په چین کې تر یوه ‏میلیونه ډیر وګړي مخدره توکي کاروي.‏

د مخدره توکو له پاره د تقاضا او د هغوی د قیمت له لوړیدو سره سم په لانوس کې د ‏کوکنارو کښت ۶۶ سلنه او په میانمار کې ۱۷ سلنه لوړ شوی دی. تر افغانستان وروسته ‏میانمار په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدونکی هیواد دی.‏

ملګرو ملتونو ویلي دي چې که څه هم د میانمار، تایلند، او لانوس هیوادونو مشرانو خبر ‏ورکړی دی چې په ۲۵ زره هکتاره ځمکه کې یې د کوکنارو کښت له منځه وړی دی خو ‏بیا هم له ۲۰۰۶ کال راهیسي په دغو هیوادونو کې د تریاکو تولید دوه برابره لوړ شوی ‏دی.‏

د برآوردونو له مخې میانمار په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې ۶۹۰ ټنه تریاک تولید کړي ‏دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې دغه اندازه ۶۱۰ ټنه وه. د دغو شمیرو له ‏مخې میانمار د نړۍ لس سلنه تریاک تولیدوي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو ‏په حواله افغانستان اوس هم د نړۍ ۹۰ سلنه مخدره توکي تولیدوي.‏

ملګرو ملتونو ویلي دي چې په میانمار او لانوس کې د تولید شوو مخدره توکو ارزښت ‏‏۴۳۱ میلیونه ډالرو ته رسیږي. په دغو هیوادونو کې همداراز د هغو کسانو شمیر هم زیات ‏شوی دی چې د مخدره توکو په تولید بوخت دي. اوس په لانوس کې ۳۸ زره او میانمار ‏کې ۳۰۰ زره کروندګر د مخدره توکو په کښت مصروف دي.‏

د ملګرو ملتونو په حواله په میانمار کې کروندګر یوازې هغه وخت د تریاکو له کښت څخه ‏لاس اخلي چې د معیشت بدیل ورته ورکړل شي. د دې سازمان په رپوت کې راغلي دي: ‏‏«پر دې سربیره، د تریاکو کښت په عمومي ډول د امنیت له نه شتون سره تړلې خبر ده. دا ‏خبره د دې ستونزې له پاره د سیاسي او اقتصادي حل لارې ضرورت ښيي.»‏

میانمار غواړي چې د مخدره توکو د تولید د کمولو له پاره یوه ۱۵ کلنه طرح په لاره ‏واچوي او تر ۲۰۱۴ کال وروسته د دې بوټي د کښت په راکومول پیل وکړي. خو د ‏ملګرو ملتونو څیړنې ښيي چې میانمار خپل دې هدف ته نه شي رسیدای.‏

مسعود جهش (فرانس پرس، رویترز)‏
کتونکی: نجیب الله زیارمل‏