1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوبي کوريا کښي پارلماني ټاکني رواني دي

۱۳۹۱ فروردین ۲۳, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14bZw

نن په جنوبي کوريا کښي له تقريباً ۴۰ ميليونو مستحقو کسانو څخه غوښتل سوي دي، چي يو نوی پارلمان وټاکي. انتخابات د اوسني جمهوررئيس لي بَک او دده د محافظه کاره ګوند له پاره يو ازمايښت دئ. دغه ګوند د ۲۰۱۰ کال د دوبي په محلي انتخاباتو کښي ډيري رايي له لاسه ورکړې.

اټکل کيږي چي په اوسني پارلماني انتخاباتو کښي به هم محافظه کاران ډيري رايي له لاسه ورکړي. اوس لا دغه ګوند د پارلمان له۳۰۰ چوکيو څخه ۱۶۵په اختيار کښي لري. د انتخاباتو نتايج به نن ماښام ناوخته اعلان سي.