په جنوبي سوډان کي نزدې ۲۰۰ انسانان غرق سوي دي
۱۳۹۲ دی ۲۴, سهشنبهد جنوبي سوډان د پوځ يوه وياند د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنوري ۱۴) ويلي دي چي د دغه هيواد له «ملکال» ښار څخه نژدې ۳۰۰ کسان په يوه کښۍ کي د تېښتي په حال کي ول او په «سپين نيل رود» کي يې کښتۍ ډوبه سوې ده:
«داسي معلوميږي چي په کښتۍ کي ټول سپاره کسان وژل سوي وي. دغه وګړي چي ډېری يې ښځي او کوچنيان ول د «ملکال» ښار ته د ياغيانو تر بيرته راګرځېدو او جنګ وروسته تښتېدلي ول.»
د وروستيو راپورونو له مخي د جنوبي سوډان د دغه ښار د نیولو له پاره ياغيانو پر دغه ښار باندي يرغلونه پيل کړي دي.
جنوبي سوډان چي د ۲۰۱۱ کال په نيمايي کي تاسيس سوی دی په دې وروستيو کي پکښې د قدرت پر سر جنګونو زور اخيستی دی.
د دغه هيواد د جمهور رييس کېيړ او د هغه د پخواني مرستيال مشار، ترمنځ د قدرت پرسر جنګ کي چي له څو اوونيو راهيسي روان دی په سوونو انسانان وژل سوي او په زرونو نور د تېښتي په حال کي دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخي په دغه هيواد کي اوس نزدې ۲۳۰۰۰۰ انسانان د تېښتي په حال کي دي.
له دې سره سره چي د جنوبي سوډان د شخړي د حلولو له پاره نړيوالي هڅي رواني دي او د دغه هيواد دواړي غاړي يې یوه اوربند ته رابللي دي، بيا هم په دغه هيواد کي زور زياتی روان دی.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخي د دغه هيواد ډېرو اوسېدونکو داسي ځايونو ته پناه وړې ده چي هلته بې له خاشو بل هيڅ شی نه سته او دا چي که يې مخه و نه نيول سي کېدای سي چي يو انساني ناورين رامنځته سي.