1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنسي تېري او قتل د تورن افغان مهاجر محاکمه اوږديږي

۱۳۹۶ آبان ۱۸, پنجشنبه

په آلمان کي د حسين ک. په نوم افغان مهاجر محاکمه ښايي د راتلونکي کال تر پسرلي پوري دوام ومومي. پر هغه تور دی چي د طب پر يوې محصلې يې جنسي تېری کړی او بيا يې هغه وژلې ده.

https://p.dw.com/p/2nM2C
Freiburg Mordprozess beginnt
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seeger

د حسين ک. محاکمه به لږ تر لږه د راتلونکي ۲۰۱۸ مېلادي کال تر پسرلي پوري ادامه ولري. دغه محاکمه د آلمان د فرايبورګ په يوه محکمه کي روانه ده چي د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د نوامبر ۹مه نېټه) يې قاضيانو د ۹ نورو جلسو تاريخونه وټاکل.

د دغې محکمې د قاضيانو مشرې کاترين شېنک، ويلي چي ښايي د دغې قضيې په تړاو د محکمې پرېکړه د راتلونکي کال د مارچ مياشتي تر نيمايي پوري وخت ونيسي. دغې قاضۍ زياته کړې چي فيصله ښايي له يادي مودې لا هم زیات وخت ونیسي. د دغه ځنډ دليل د ثبوتونو پراخیدل او ثبتېدل بلل سوي دي. د محکمې په فيصله کي د ځنډ دغه خبر په داسي حال کي ورکول کيږي چي تر مخه د دغې محکمې د فيصلې له پاره د ۲۰۱۷ کال د دسامبر ۸مه نېټه ټاکل سوې وه.

د افغان پناه غوښتونکي حسين ک. پر ضد د جنسي تېري او قتل محکمه د روان ۲۰۱۷ کال د سپتمبر مياشتي په پېل کي شروع سوه. پر هغه تور دی چي د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په مياشت کي يې پر ۱۹ کلنې آلمانۍ د طب محصلې جنسي تېری کړی او هغه يې تر بېهوښه کېدو پوري خفه کړې وه. دغه پيغله بيا د درايزام په نوم سيند کي ډوبه سوې وه.

د حسين ک. په محاکمه کي يو مهم ټکی دا هم دی چي نوموړی د دغه جرم د تر سره کولو پر وخت د څو کلونو وو. حسين ک. ادعا کوله چي د جرم پر وخت ۱۷ کلن وو خو څارنوالۍ د نوو څېړنو له مخي موندلې چي نوموړی هغه وخت لږ تر لږه ۲۲ کاله سن لره.

دا چي د پيښي پر وخت د حسين ک. عمر څو کلونو وو په دې مهم دی چي که يې عمر په رشتيا ۲۲ کاله اوسېدلی وي او دا ثابته سي، نو بيا د ځوانانو د سزا قانون نه بلکه د بالغانو د قانون له مخې د هغه په برخه کې پریکړه کیږي. ښايي په دې توګه پر هغه د عمر قيد بند سزا راووځي.