1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جلال آباد کې د سکانو مذهبی اختر ويساک

۱۳۸۸ فروردین ۲۶, چهارشنبه

پدي ورځوکي « د اپريل له ۱۲ نيټي نه تر ۱۴ورځي پوري» په جلال آباد کې د سکانو مذهبی اختر ويساک لمانځل کيږي. پدې مناسبت په جلال آباد کي د سکانو له مذ‌هبی مشر ښاغلي راول سنګ سره مرکه:

https://p.dw.com/p/HXED
انځور: AP

پوښتنه: پدي ورځوکي د سکانومذهبي اختر ويساک په جلال آباد کې لمانځل کيږي. پخوا به ډيرو خلکو څه سکانو اوڅه مسلمانانو له خپلو سکو وطنوالو سره پدي اخترکي برخه اخيسته. سږکال څومره خلک ورته راغلي دي؟

ځواب: سږکال هم د ويساک اختر چي زمونږ تاريخي ميله هم ده، 311 کليزه لمانځو. دولتي چاواکي، والي صاحب، د امنيي قوماندان، د ډيرو رياستونو ريیسان اومديران او درسمي دايرو ډيرمامورین اوژورناليستان د مبارکۍ لپاره راغلي وو. پرون ورځ موهلته له هغوی سره تيره کړله، اومونږ دا اختر د مذهبي کتاب ګرنج صاحب له ختمولو سره پرون ( يکشنبی) پيل کړي اونن سهار د سرخرود په سلطانپورکي ترغرمي پوری په عبادت بوخت وو. نن مونږ د مذهبي اختر دويمه ورځ ده اوپدي عبادت کي د ټول ننګرهار سکانو اوهندوانو برخه اخيستي وه او له هغه نه وروسته کوم 50 کورنۍ سکان او هندوان له خپلو کورنيو سره د درونتي بڼ ته چي والي صاحب د کورنيو د ميلو لپاره بيا پرانيستي دي، راغلي يوو او زه هم له خپلي کورنۍ سره دلته ناست يم.

پوښتنه: پخوا به نورعام خلک چي سکان ياهندوان نه وو، يعني مسلمانان به هم دي ميلي ته ورتلل. سږکال څنګه ده نورخلک ورته راغلي دی اوکه څنګه؟

ځواب: پخوا به هم هغه ځايونه چي مونږ خپله ميله په کي په سلطانپورکي جوړوله زمونږ د ميلی ځاي چاردېوالي وو. مونږ لس شپی او ورځي هلته تيرولی اوپه لسهاووزره کسه له ټول افغانستان اوحتي له بهرنيو هيوادونو څخه راتلل. درې ورځي به مونږختم کاوو او پاتي اوه ورځي به په سلهاوو ودونه اوکوزدې کيدلي. خو د وروستيو دريوو لسیزو د جګړو له امله په سلطانپورکي د مونږ دعبادت ځاي د بمباريو له امله وران شوي. اومونږ اوس هڅه کووچي دغه احاطه بياوشی، ترڅوچي زمونږ امنيت ساتلي وي، اومونږ بيا وکولاي شو چي خپله ويساک ميله هلته جوړه کړو.

پوښتنه: آيا تاسی هرکال خپل دا مذهبی اختر تراوسه لمانځلي شواي اوکه مو د طالبانو په وخت کي نشواي لمانځلي ؟

ځواب:شرايط فرق کوي، هغه وخت مونږته شرايط محدود شول. مونږ نور سروخرد ته نشواي تللي، نو په درمسال کي مولمانځل ا و بيامو په ښارکي لمانځل، خو زمونږ د اختر د لمانځلو ساحه ډيره محدوده شوله، او د درمسال په منځ کي د خپل اختر لماځلوته مجبوره وو. خو اوس چي بيرته مونږ مذهبی آزادي لرو بيرته د سرخرود ولسوالۍ د سلطانپور سیمي ته ځو. اوهلته خپل اختر لمانځو.

پوښتنه: مهرباني وکړۍ زمونږ اوريدونکو ته د ويساک د اختر په هکله معلومات ورکړۍ، چي په څه مناسبت او په څه شکل سره لمانځل کيږي؟

ځواب: زمونږدغه مذهبي ميله اواختر د سک د مذهب اود سکانو د هويت پيژندلو لپاره دي. زمونږ دا پګړۍ او ږيره زمونږ هويت څرګندوي. د سک مذهب بنسټ ګرو بابه نانک صاحب ايښي وو.

پس له هغه نهو خليفه ګانو دا مذهب تکميل کړ اولسم خليفه ګروګوردونګ سنګ پدي باندي داسي مهرولګاوو، چي اوس کله چي تاسی د لسګونو زرو کسو ترمنځ وګورۍ، يو سک دهغه له ږيري اوپګړۍ څخه پيژنۍ.

پوښتنه: اوپه څه شکل سره لمانځۍ؟

ځواب: زمونږ مذهبي کتاب ګرنج صاحب چي 1430 پاڼي لری، او په 48 ګړيوکي په دوامدار ډول دهغه ختم کيږي. دهغه 30 پاڼې په يو ساعت کي لوستل کيږي. پاتي نوي چي همدا نن دوشنبی هم دا ختم دوام لري. پخوا به پدي وخت کي ودونه هم کيدل، خو اوس د جګړو له امله نور ودونه نه کيږي. د سهارلخوا دري ورځي تر12بجوپوري ختم او عبادت کوو، او پس له هغه د اختر د مبارکۍ لپاره دوستانو او خپلوانو ته ورځو. زمونږ په مذهب کي د ښځو اونارينووحقوق مساوي دي مونږ يعني ښځي اونارينه په ګډه سره خپل اختر لمانځو.