1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي يواربيا د افغانستان پر روانو حالاتو تاوده بحثونه روان دي

۱۳۸۷ مهر ۳۰, سه‌شنبه

دکندوز په ښار کي دپرون ورځي دخونړي تروريستي ګوزار دپيښي نه وروسته بیا په آلمان کي په دي اړه جرو بحثونه رامنځ ته سوي چي افغانستان ته د آلماني عسکرو دليږلو موخه يا هدف څه شي دی

https://p.dw.com/p/FeBX
په کندوز کي آلماني ځواکونه د يوې سيمي د کلابندۍ پر مهال
په کندوز کي آلماني ځواکونه د يوې سيمي د کلابندۍ پر مهالانځور: AP

د افغانستان په شمالي ولايت کندوزکي د دوشنبې ورځي دځانمرګي بريد دپيښي څخه وروسته چي په هغه کي دوه تنه آلماني عسکر او پنځه تنه افغان ماشومان وژل شوي او دوه تنه نور آلماني عسکر ټپيان شوي دی ،لکه څنګه چي دکندوز والي ويلي، په دغه پیښه کي د لاس لرو په تور يو تن چي ويل کيږي، دحذب اسلامي قوماندان دی،نيول سوی او يوبل ګوماني تورن چي په يوه جومات کي ملا و، مخکي له دې چي ونيول سي تښتېدلی .دغه خبره دکندوز دولايت والی انجنير محمد عمر دآلمان دخبررسولو آژانسdpa يوه خبريال ته کړې ده.

دکندوز په ښار کي دپرون ورځي دخونړي تروريستي ګوزار دپيښي نه وروسته بیا په آلمان کي په دي اړه جرو بحثونه رامنځ ته سوي چي افغانستان ته د آلماني عسکرو دليږلو موخه يا هدف څه شي دی او که دغه هيواد ته دآلماني عسکرواو دنړيوال سوله ساتونکوځواکونو په چوکاټ کي دنورو هیوادونو دعسکرو دلیږلو موخه داوی چی په دغه هیواد کی دوی دسولي ثبات او دبيرته روغوني په لاره کي خپله ونډه ترسره کړي، نو ترکومه حده پوري دغه موخي ترسره سوي دي.

دآلمان په سياسي کړیوکي ډيري نظريي دې. دمثال په توګه په دغه هيواد کی دکين لاسو مخور ویاند اوسکا لافانتين وايي چی په افغانستان کي آلماني عسکر خپلو موخو ته ندی رسيدلي او بايد آلماني عسکر دهندوکش په لمنه کي پروت هيواد افغانستان څخه ووځي.

يا د آلمان دپوځي ټولني مشر وايي چی په افغانستان کي دآلمانی عسکرو دفعاليتونو دپاره يوه نوي ستراتيژی طرحه وړاندي شي. خو دآلمان حکومت بيا پخپل دريځ ټينګار کوی په دی اړوند د der Standard په نامه اطريشي ورځپاڼه پخپله دسه شنبي دورځي ( داکتوبر دمیاشتي 21 نيټې ) په ګڼه کي لیکي چي: « آلماني عسکر افغانستان ته ددي دپاره استول سوي چي د آلمان حکومت ژمنه کړې چي له دغه هیواده سره مرسته وکړي تر څوچي دغه هيواد دپخوانيوتيارو څخه ووزي » دغه خبره د آلمان دبهرنيو چاروزير فرانک والتر شتاين ماير کوی خو خبره داده چي دآلمان عامه افکار دشتاين مايربه دغه عقيدی باندی ډير باور نلري .

د جرمني مرکزي پارلمان څو ورځي د مخه په افغانستان کي د خپلو عسکرو د ماموريت موده 14 مياشتي نوره اوږده کړه
د جرمني مرکزي پارلمان څو ورځي د مخه په افغانستان کي د خپلو عسکرو د ماموريت موده 14 مياشتي نوره اوږده کړهانځور: picture-alliance/dpa

که څه هم دآلمان حکومت وايی چي دافغانستان په شمال کي دآلماني عسکرو موجودیت په دغه سیمه کي داستقرار يو فکتور بلل کيږي او خلک په دغه سیمه کي دآلماني عسکرو دموجودیت څخه پلوی کوي . خو داچي امنیتي وضع په دغه سیمه کي ورځ په ورځ خرابیږی ،دا يو بل انځور ښه يي چی دالمان دحکومت له انځوره سره توپير لري .

خو د Schwäbische Zeitung په نامه يوه بله آلماني ورځپاڼه دآلمان دحکومت ددريځه څخه پلوي کوي او لیکي چي : داچي د آلمان مرکزي پارلمان دا پریکړه کړي چي زيات عسکر دي افغانستان ته واستول شي، دايوه سمه پریکړه وه، ځکه په کندوز کي د دوشنبې د ورځي دتروريستي ګوزارپيښه داښه يي چي په دغه سيمه کي امنیتي وضع خرابه سوي، نو دافغانستان په شمال کي دآلماني عسکرو دشمير په زیاتيدلو سره به دوي هم وسي کړای چي خپل ځان وساتي او هم نور کسان.

يا د Westfallen post په نامه آلماني ورځپاڼه لیکی چي :د طالبانود ترورموخه دهيچا څخه صرفه نه کوي ، که بهرني عسکر وي اويا ماشومان دوی ته فرق نه کوی. څه چي دوي غواړی هغه داده چي وښه يي په افغانستان کي دنړیوال سوله ساتونکوکار په درد نه خوري او هر هغه جروبحث چي وايي له افغانستانه څخه دی نړیوال سوله ساتونکي ځواکونه ووزي، نو دابه دطالبانو دغوښتنو په خدمت کي وي، بهرنيان له دغه هیواده څخه ووځي ترڅو دوی وشی کړاي په دغه هیواد کي خپل دمنځني پيړۍ نظام بيرته ټينګ کړي .

اوبيا دغه پاڼه مخ په وړاندی لیکی چی په افغانستان کي يو جګړه روانه ده . او دنړیوال سوله ساتونکی ځواکونو دپاره په دغه عملياتو کی دوي لاري شته . يا به دوي بری ترلاسه کوي اويا به دوي ماته خوري او په څټ به ځي.