1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په تیر کال کې تر ۱۰ زرو زیات ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۳۹۶ بهمن ۲۶, پنجشنبه

ملګرو ملتونو په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې په ۲۰۱۷م کال کې په افغانستان کې تر ۱۰ زرو زیات ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا څلورم پر له پسې کال دی چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې شمیر په کې لوړ دی.

https://p.dw.com/p/2siqy
Afghanistan Beerdigung nach Anschlag
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما، د پنجشنبې په ورځ خپل کلنی رپوټ خپور کړ. په رپوټ کې راغلي دي په ۲۰۱۷م کال کې په ټوله کې ۱۰۴۵۳ ملکي تلفات مستند شوي دي.

له دغې ډلې څخه ۳۴۳۸ کسان وژل شوي او ۷۰۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي. دغه ارقام په ۲۰۱۶م کال کې د ملکي تلفاتو په پرتله نهه سلنه کموالی ښيي. خو په رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې دوی د ځینو هغو سیمو په هکله چې د طالبانو تر کنترول لاندې دي د وضعیت بشپړ معلومات نه لري.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې ځانمرګي او پيچلي بریدونه او نور ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي د مرګ ژوبلې لامل شوي دي. دغه څه په تیر میلادي کال کې د مرګ ژوبلې ۴۰ سلنه جوړوي.

د مرګ ژوبلې ۲۲ سلنه چې په پایله کې یې ۶۰۵ تنه وژل شوي او ۱۶۹۰ تنه ټپیان شوي د ځانمرګي او نورو پیچلو بریدونو له کبله رامنځ ته شوې دي. یوازې دغه ډول ۱۶ سلنه تلفات په کابل کې رامنځ ته شوي دي.

په کابل کې د آلمان سفارت مخې ته یوې سترې چاودنې ۹۲ تنه وژلي او نور ۴۹۱ تنه ټپیان کړي ول.

د ۲۰۱۶م کال په پرتله په ۲۰۱۷م کال کې د ځانمرګو او نورو پیچلو بریدونو په پایله کې د مرګ ژوبلې کچه ۱۷ سلنه لوړه شوې ده. ځمکنۍ نښتې د ملکي تلفاتو دوهم ستر لامل وو چې د ټولو ملکي قربانیانو ۳۳ سلنه تر شا وو. دغه څه د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۱۹ سلنه کموالی ښيي. د دغې کموالي علت د افغان امنیتي ځواکونو له لوري له زیان څخه د ملکیانو د خوندي کیدو په موخه پورته شوي ګامونه یاد شوي دي.

په رپوټ کې وړاندې راغلي دي چې د عبادت ځایونو، مذهبي مشرانو او عبادت کوونکو پر وړاندې به بریدونو کې ډیر زیاتوالی راغلی دی. په تیر میلادي کال کې په دغه ډول ۳۸ بریدونو کې ۲۰۲ تنه وژل شوي او نور ۲۹۷ تنه ټپیان شوي دي. دغه شمیر بیا د ۲۰۱۶م کال په پرتله درې وارې زیات دی.

تندلارې ډله داعش تر ټولو زیا د دغه ډول بریدونو له پاره مسووله ګڼل شوي، په ځانګړې توګه د شیعه مذهبه مسلمانانو پر مسجدونو باندې د بریدونو له پاره.

په تیر میلادی کال کې ۴۴۰۳ ښځې او ماشومان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي. د ماشومانو په مرګ ژوبله کې د ۲۰۱۶م کال په پرتله لس سلنه کموالی راغلی دی چې د بیلا بیلو پیښو په ترڅ کې ۸۶۱ ماشومان وژل شوي او ۲۳۱۸ یې بیا ټپیان شوي دي. خو د ماشومانو مرګ ژوبله په ۲۰۱۷م کال کې د ټولو تلفاتو ۳۰ سلنه جوړوي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو، په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په هکله خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې: «په رپوټ کې هیښوونکې شمیرې د جګړې د اغیزو په اړه با اعتباره معلومات برابروي، خو یوازې شمیرې نه شي کولی پر عامو خلکو په ځانګړې توګه پر ښځو او ماشومانو یې ناوړه بشري اغیزې راونغاړي.»

د افغان او امریکایي ځواکونو له لوري په هوایي بریدونو کې چې اووه سلنه زیاتوالی پکښې راغلی ۲۹۵ تنه وژل شوي او ۳۳۶ بیا ټپیان شوي دي، چې د ملکي تلفاتو ۶ سلنه جوړوي.

په رپوټ کې ۶۵ سلنه تلفات د حکومت مخالفو عناصو ته منسوب شوي چې ۴۲ سلنه طالبانو، لس سلنه داعش او نور ۱۳ سلنه یې نورو د حکومت مخالف او نامشخصو عناصرو ته نسبت ورکړل شوی دی.

همداشان حکومت پلوه ځواکونه د پنځمې برخې تلفاتو لامل ګڼل شوي دي چې ۱۶ سلنه افغان ځواکونه ته منسوب شوې او دوه سلنه یې بهرنیو ځواکونو ته.

زموږ له آرشیف څخه: