1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تیرو ۴۰ کلونو کي د پاکستان کړکیچن تاریخ ته یوه ځغلنده کتنه

۱۳۹۰ دی ۳۰, جمعه

د پاکستان پخواني ولسمشر، پرویز مشرف، دغه هیواد ته خپل پلان شوی سفر ځنډولی دﺉ. له بلي خوا د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت تر منځ اړیکي اوس د بل هر وخت په پرتله ډیري خړي شوي دي

https://p.dw.com/p/13nL3
په پاکستان کي ډیر وخت واک د پوځي کودتا په واسطه انتقال شوی دﺉ
په پاکستان کي ډیر وخت واک د پوځي کودتا په واسطه انتقال شوی دﺉانځور: AP/Montage DW

اوس د پاکستان کورنۍ وضعیت د بل هر وخت په پرتله ډیر کړکیچن دئ. د دغه هیواد د پوځ او ملکي حکومت تر منځ ستونزي د هر ورځي په تیریدو سره ډیریږي. پاکستان یوازي په خپل کور کي ستونزي نه لري. دا هیواد له خپل ټر ټولو نزدي بهرني ملګري هیواد سره هم په يو ډیر حساس پړاو کي دﺉ.

د امریکا او پاکستان اړیکو په وروستیو میاشتو کي یو نوی رنګ خپل کړی دﺉ. دواړه هیوادونه پر یو بل نیوکي کوي او په منځ کي ئې اعتماد له منځه تللی دﺉ.

د پاکستان تیرو څلویښتو کلونو ته لنډه کتنه

د ۱۹۷۱ کال په دسمبر میاشتي کي د ختیځ پاکستان (اوسنی بنګله دیش) پر سر د پاکستان او هندوستان تر منځ جګړه وشوه. دغه جګړه د ۹۰ زرو پاکستاني سرتیرو په تسلمیدو او د یوه نوي هیواد (بنګله دیش) په رامنځ ته کیدو سره پای ته ورسیدله.

د ۱۹۷۷کال په جولاې میاشت کي د پاکستان لومړی وزیر، ذوالفقار علي بهټو، د پوځ له خوا په یوه کودتا کي له واک څخه ګوښه او بندي شو. د پوځ مشر، جنرال محمد ضیا الحق، د پاکستان واک په لاس کي واخیست او په هیواد کي ئې پوځي قانون نافذ کړ. هغه د ټولټاکنو د ترسره کولو وعده وکړه.

د ۱۹۷۹ کال په اپریل میاشت کي ذوالفقار علي بهټو په یو شخړه ییز سیاسي قتل کي د احتمالي ښکیلتیا له امله په دار وځړول شو. په اکتوبر میاشتي کي ضیا الحق د نامعلومه مودي له پاره ټولټاکني وځنډولي او پر سیاسي ګوندونو ئې بندیز ولګاوه.

د ۱۹۸۵ کال په فبروري میاشت کي په پاکستان کي ټولټاکني تر سره شوي او د مارچ په میاشت کي ضیا الحق د راتلونکو پنځو کلونو له پاره د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د ۱۹۸۸ کال په اګست میاشت کي ضیاالحق د الوتکي د رالویدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. د همدغه کال د نومبر په میاشت کي په پاکستان کي ټولټاکني ترسره شوي چي د ذوالفقار علي بهټو لور، بې نظیر بهټو، وګټلې.

د ۱۹۹۰ کال په اګست میاشت کي ولسمشر، غلام اسحاق خان، د درغلیو او د واک څخه د ناوړي استفادي په تور د بي نظیر بهټو دولت ګوښه کړ او په هیواد کي بیړنی حالت اعلان شو. د همدي کال په نومبر میاشت کي نواز شریف د پاکستان د لومړي وزیر په توګه غوره شو.

په ۱۹۹۳ کال کي غلام اسحاق خان د درغلیو په تور د نواز شریف د حکومت بستره راونغاړله او بي نظیر بهټو یو ځل بیا د صدراعظمۍ په څوکۍ کښیناستله.

د ۱۹۹۹ کال په اکتوبر میاشتي کي د پاکستان د پوځ مشر، پرویز مشرف، د یو‎ي پوځي کودتا په ترڅ کي د پاکستان واک تر لاسه کړ. د ۲۰۰۱ کال په جون میاشت کي مشرف له یوي ټولپوښتني څخه وروسته د راتلونکو پنځو کلونو له پاره د پاکستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو. خو دغه ټولپوښتنه هم په پاکستان کي یوه له شخړه ییزه موضوعګانو څخه وه.

د ۲۰۰۷ کال په مارچ میاشتي کي پرویز مشرف د ستري محکمي قاضي القضات، افتخار چوهدري، له واک څخه د ناوړه استفادي په تور له دندي ګوښه کړ. دغه کار د وکیلانو او سیاسي ګوندونو له لوري له سخت مخالفت سره مخامخ شو. د ستري محکمي د قاضیانو یو لوی ګروپ د افتخار چوهدري د قضیي تر اوریدلو وروسته هغه بیرته په خپله دنده وګماره.

مشرف په جولای میاشت کي پوځونو ته پر سره جومات د برید امر وکړ. په دغه پیښه کي کابو ۱۰۵ تنو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ۲۰۰۷ کال د اکتوبر میاشتي په ۱۹ نیټه د پخوانی صدراعظمې، بې نظیر بهټو پر کاروان د یو ځانمرګي برید په ترڅ کي ۱۳۹ تنه ووژل شول.

د ۲۰۰۷ کال د دسمبر میاشتي په ۲۷ نیټه پلازمیني اسلام آباد ته څیرمه، د راولپنډۍ په ښار کي له یوي غونډي وروسته بي نظیر بهټو د یو ځانمرګي برید په ترڅ کي ووژل شوه. په دغه پیښه کې ۱۶ تنه نور کسان هم ووژل شول.

د ۲۰۰۸ کال په اګست میاشتي کي پرویز مشرف له خپلي دندي استعفا وکړه. د همدي کال په سپتمبر میاشتي کي د پاکستان پارلمان د پیپلز ګوند مشر او د بې نظیر بهټو خاوند، آصف علي زرداري، د ولسمشر په توګه ونوماوه. د سپمتر د ۲۶ نیټې څخه تر ۲۹ نیټې پوري د هندوستان په ممبې کې د یوه برید په ترڅ کي ۱۶۶ تنه ووژل شول. په دغه برید کي پر هندوستاني اتباعو سربیره بهرنیان هم شامل ول. د دغه برید پړه د لشکر طیبه پر ډلي ورواچول شوه. د پاکستان د استخباراتي شبکې په کشمیر کي د دغي ډلي ملاتړ کاوه.

د ۲۰۱۰ کال په اګست میاشت کي پاکستان کي د سختو سیلابونو له امله تر ۱۷۵۰ ډیر کسان ووژل شول او کابو ۱۸ میلیونه انسانانو ته ډیر زیان واوښت.

د ۲۰۱۱ کال د مي میاشتي په دوهمه نیټه د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي کوماندو ځواکونو له خوا پلازمینې اسلام آباد ته څیرمه د ایبټ آباد په سیمه کي د القاعدي ډلي مشر، اسامه بن لادن، ووژل شول.

د ۲۰۱۱ کال د نومبر میاشتي پر ۲۶ نیټه د ناټو د څرخۍ الوتکو له لوري پر دوو پاکستاني پوستو د برید په ترڅ کي ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول. دغي پیښي د پاکستان او امریکا اړیکي لا پسي ترینګلي کړې.

د ۲۰۱۲ کال د جنوري میاشتي په ۱۵مه نیټه د پاکستان لومړي وزیر د پوځ د مشر دا غوښتنه رد کړه چي یا دې د خپلو څرګندونو په هکله وضاحت وکړي او یا دي له هغو څخه تیر شي. د پاکستان پر ولسمشر هم تور دي چي د پوځ په وړاندي ئې له متحده ایالاتو څخه مرسته غوښتي ده.
د روان کال د جنوري میاشتي په ۱۹ نیټه د پاکستان ستري محکمي د دغه هیواد لومړي وزیر، یوسف رضاګیلاني، محکمي ته د سپکاوي په تور د محکمي غونډي ته راوباله.
.
سید ریاض (آژانسونه)
کتونکی: مسعود جهش

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب