1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تونس کي پر هوتل يرغل کي ډېر کسان وژل سوي

AG/NZ۱۳۹۴ تیر ۵, جمعه

په تونس کي د اوبو پر غاړه د سېلانيانو د اوسېدو پر يوې محبوبي سيمي تروريستانو يرغل کړی دئ او ډير انسانان ئې وژلي دي، ويل کيږي چي په وژل سوو کسانو کي دباندنيان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/1FnzA
Marhaba Hotel in Sousse Tunesien
انځور: Imago

د تونس د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي د دغه هيواد په ساحلي ښار «سوسه» کي پر سېلانيانو باندي په يرغل کي ۲۷ انسانان وژل سوي دي چي غربيان هم پکښې شامل دي.

دوی ويلي دي چي يو وسله وال د ساحلي ښار سوسه «مرحبا هوتل» ته ور ننوتی او پر مسافرو باندي ئې فيرونه کړي دي. د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي دي چي دا يو تروريستي يرغل وو.

ويل کيږي چي يو وسله وال وژل سوی دئ. امکان لري چي پر نورو هوټلونو باندي هم يرغل سوی وي. د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي په يوه وار پر دوو هوټلونو باندي يرغل سوی دئ.

د تونس په ختيځ کي سوسه ساحلي ښار د رخصتيو تيرېدو په برخه کي ډېر محبوبيت لري. د يرغل د هدف په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويل سوي.

مرحبا هوټل
مرحبا هوټلانځور: Imago

د روان کال د مارچ مياشتي په نيمايي کي د تونس پر بردو ملي موزيم باندي د دوو وسله والو کسانو په يرغل کي ۲۱ سېلانيان او يو پوليس ووژل سو.

که څه هم هغه وخت د دغه يرغل مسئوليت افراطي ډلي «اسلامي دولت» پرغاړه واخيست، خو بيا هم د تونس حکومت د بريد پړه په القاعدې پوري تړلي «عقبه بن نافع» ډلي باندي اچوي.

د ننني يرغل مسئوليت تر اوسه پوري چا پر غاړه نه دی اخيستی.