1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تهران کي د هستوي وسلو د بندولو کنفرانس

۱۳۸۹ فروردین ۲۸, شنبه

په ايران کي نن د هستوي وسلو د بندولو يو کنفرانس د هغه هيواد د جمهور رييس محمود احمدی نژادی په وينا پرانيستل شو. د دغه کنفرانش شعار دی: «هستوي انرژي د ټولو لپاره او هستوي وسلي د هيچا لپاره».

https://p.dw.com/p/Myuw
د ايران جمهور رييس محمود احمدی نژادی
د ايران جمهور رييس محمود احمدی نژادیانځور: AP

د دغه کنفرانس کوربه توب خپله احمدي نژادي په غاړ لري. په هغه کي د رپوټونو له مخي د نړي د لس هيواودنو د بهرنيو چارو وزيران او 14 د بهرنيو چارو د وزيرانو مرستيالان او د 60 هيوادونو څخه د هستوي وسلو کارپوهان ګډون لري.

دغه کنفرانس ته د ايران د هستوي پروګرام ستر مرکچي، سيد جليلي هم وينا کوي. د هستوي وسلو له منځه وړل د دي کنفرانس اصلي اجنداء جوړوي، خو تحليلونکي وايي چي د دی کنفرانس هدف ښايي دا وي تر څو نړيواله ټولنه قانع کړاي شي چي د ايران هستوي پروګرام سوليز مقصد لري او ملکي موخي تعقبيوي.

څارونکي دا هم وايي چي د کنفرانس يو بله موخه دا هم ده چي ايران غواړي وښيي چي په منځني ختيځ کی د سولي لپاره اصلي خطر د هغه د سر سخت دښمن اسراييلو له خوا سيمي ته متوجه دی، «نه د ايران له خوا!» ځکه د ايران په نظر اسراييل هم «پټي هستوي وسلي» لري.

په تهران کي نني کنفرانس ته احمدي نژاد وويل چي د هستوي وسلو بندول یوه نړيواله غوښتنه ده او هستوي وسلو نړيوالی انديښني پيداکړي چي بايد د هغوي سره مقابله وشي.

احمد نژادي په خپل پرانيستي وينا کي د اتمي انرژی د کنترول نړيوالي اداري باندي هم نيوکي وکړی چي د هستوي وسلو د خپريدو په مخ نيوي کي یی نيمګړتيا کړي او وړانديز وکړ ، «هغه هيوادونه چي هستوی وسلي نه لري، هغوي دی د کنترول يوه خپلواکه نړيواله اداره جوړه کړي».

د امنيت د شورا د دوو دايمي غړو، چين او روسيي، استازي په دي کنفرانس کي ګډون لري، خو په ټيټه سويه. د هغوي د بهرنيو چارو د وزيرانو مرستيالان دی کنفرانس ورغلي دي. د امنيت د شورا د دري نورو دايمي غړو ، بريتانيا، فرانسي او امريکا متحده ايالاتو په هکله د فارس خبري آژانس دومره په خپل رپوت کي ويلي دي چي ، د هغه خبري اژانس د خپلي جملي له مخي: د «هغوي پلاوي» دی کنفرانس کی برخه اخلي. خو دا چی د نوموړو هيوادونو کوم استازی کنفرانس ته ورغلی دی که نه ، د دغه رپوټ تر خپریدو پوری معلومات نه دی شوی.

دغه دري واړه هيوادونه په اوسني وخت کي هڅه کوي چي د امنیت په شورا کي د ايران پر ضد نوي بنديزونه ولګوي، ځکه د هغوي په نظر ايران د خپل هستوي پروګرام د ملکی موخو په پلمه د اتمي وسلو د جوړولو په لټه کي دي. ايران د لويديځ دغه ډول تورونه تل رد کړي دي.

د آلمان خبری آژانس/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولی اڅکزی