په تل ابیب کې چاودنې لس تنه ټپیان کړل
۱۳۹۱ دی ۲۱, پنجشنبهاعلان
په تل ابیب کې د اسراييلو د دفاع وزارت په مخکې د یوه موټر بم د چاودنې له کبله ډیر شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پولیسو ویلي دي چې پېښه د ترهګرو فعالیتونو په پایله کې نه ده رامنځ ته شوې. هغوی چاودنه له جنایي جرمونو سره تړلې بللې ده. چاودنې څوک نه دي وژلي خو څه نا څه ۱۰ کسان يې ټپیان کړي دي.