1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه: د کښتۍ په حادثه کې د لسهاو مهاجرو د مړينې احتمال

۱۳۹۹ تیر ۱۱, چهارشنبه

د ترکیې چارواکو ویلي چي څو ورځي مخکي د مهاجرو یوه کښتۍ ددغه هیواد په وان جهیل کي ډوبه سوې او ددې بیره سته چي پکې سپرو شاوخوا ۶۰ تنو به ژوند له لاسه ورکړی وي. تر اوسه پوري ۶ مړي پیدا سوي او په نورو پسي لټه دوام لري.

https://p.dw.com/p/3edAv
Türkei Bootsunglück auf dem Van See
انځور: picture-alliance/AA/H. Nacar

د ترکیې داخله وزیر سلیمان سویلو ویلي چي دغه کښتۍ د شنبه په ورځ لادرکه سوې ده. چارواکو د څرخي الوتکو او کښتیو په مرسته خپلی پلټني پیل کړې چی تر اوسه پوري ادامه لري.

د ترکیې داخله وزیر چی د ژغورنې پر عملې باندي د څارني له پاره یې  د وان ښار ته سفر کړی، خبریالانو ته ویلي چي د شنبې د ورځي راهیسی، تر اوسه ۶ جسدونه پیدا سوي. هغه ویلي چي ښایی په دغه بیړۍ کي له ۵۵ څخه تر ۶۰ پوري غیرقانوني مهاجر سپاره ول.

سویلو ویلي چي کارپوهان فکر کوي، دغه کښتۍ د اوبو په ۱۱۰ تر ۱۲۰ مترۍ کي ډوبه سوې وي.  له انقرې څخه تر اوبو لاندي د عکس اخیستلو یو سیستم دغي سیمي ته استول سوی تر څو د نوموړي کښتۍ موقیعت معلوم کړي.

د وان جهیل د ایران سره په سرحد او هغه لار کي موقیعت لري چي مهاجرین ورڅخه ترکیې د راتګ له پاره استفاده کوي.  دغه مهاجر چی زیاتره یې افغانان دي، په دې هیله وي چي ترکیې ته تر رسیدو وروسته ښایی وکولای سي د اروپا په لور خپل سفر ته ادامه ورکړي.

ددغي کښتۍ د مړو هويت تر اوسه نه دی معلوم سوی. د « خبر ترک » په نامه تلویزیوني رسنۍ رپوټ ورکړی، چې اټکل کیږي چی دغه مهاجر به له افغانستان ، پاکستان او ایران څخه وي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي چي تر اوسه ددې پیښي په تړاو ۱۱ تنه نیول سوي دي.

د تیرکال دسمبر میاشت کي هم په دغه جهیل کي یوه کښتۍ ډوبه سوې وه چي ۷ تنو مسافرو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۴ تنه وژغورل سول. په دغه بیړۍ کي ناست مسافر له بنګله دیش، پاکستان او افغانستان څخه ول.

 ترکیه د شاوخوا ، ۴ میلیونو مهاجرو کوربه دی چي شاوخوا ۳،۶ میلیونه یې له همسایه هیواد سوریې څخه رامهاجر سوي دي.

ترکیې له ۲۰۱۶ م کال راهیسي، له اروپایی ټولني سره د یوه تړون پر اساس، د میلیاردو یورو مالي مرستو په بدل کي ، اروپا ته د مهاجرو د سفر مخنیوی کړی. د روان کال په فبرورۍ مياشت کي کله چي ترکیې اعلان وکړ چي نور به اروپایی ټولنی ته د مهاجرو د ورتګ مخه ونه نیسي ، په زرونو مهاجرو ځانونه د یونان مځکني سرحد ته ورسول، خو سرحدي ځواکونو د هغوی مخه ونیوله.