1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په بگرام کې د بندیانو دوسیې قانوني نه دي»

اسماعیل شاکر۱۳۹۲ دی ۹, دوشنبه

په بگرام زندان کې د بندیانو د دوسیو د څیړنې یوې کمیټې ویلي دي چې په دې زندان کې د یو شمیر بندیانو دوسیې قانوني نه دي. دې کمیټې روښانه کړې ده چې د بگرام زندان یوه برخه اوس هم د امریکايي ځواکونو په کنترول کې ده.

https://p.dw.com/p/1AicK
انځور: picture-alliance/dpa

د بگرام زندان د بندیانو د دوسیو د څېړنې کمېټې د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ میلادي کال د دسمبر ۳۰مه) په کابل کې د خپلو څېړنو پایلو اعلان کړې. دې کمیټې ویلي دي چې اوس هم د بگرام زندان یوه برخه د امریکايي ځواکونو په کنترول کې ده.

د بګرام زندان په اړه د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې هغه تورن چې امریکایي ځواکونه یې نیسي باید د ۹۶ ساعتونو په موده کې افغان لوري ته وسپارل شي.
د بګرام زندان د بندیاتو د دوسیو د څېړنې کمېټه وايي چې په دغه موده کې د بندیانو ساتنې له پاره اوس هم د دغه زندان یوه برخه د امریکايي ځواکونو په ولکه کې ده، خو دا چې څومره کسان ورسره بندیان دي په اړه یې څه نه شي ویلی.

د دې کمیټې غړي عبدالشکور دادرس، خبریالانو ته وویل چې د بګرام زندان د هغو بندیانو دوسیې چې دوی څېړلي دي ډیرې یې د افغانستان له قوانینو سره سم نه دي ترتیب شوي. هغه زیاته کړه: «هغه دوسیې چې زموږ تر څېړنو لاندې دي، ډیر متاسف یم چې د افغانستان د قانوني معیارونو مطابق چې د افغانستان قوانینو تسجیل کړي نه دي ترتیب شوي او د ډیرو دوسیو څیړنې قانوني اعتبار نه لري.»

ښاغلي دادرس زیاته کړه چې تر دې دمه یې د ۷۶۴ بندیانو دوسیې څیړلي دي چې له دې ډلې څخه ۶۵۰ بندیان آزاد شوي او د پاتې نورو دوسیې د لا ډیرو څېړنو په موخه لویې څارنوالۍ ته سپارل شوې دي.

د نوموړي په خبره د بګرام زندانیانو په ډله کې داسې کسان هم شته چې له څلورو څخه تر اوو کلونو پورې وخت په زندان کې د دوسیې له لرلو پرته تیر کړی دی.

ویل کیږي چې په بګرام زندان کې تر ۳۰ ډیر داسې کسان بندیان دي چې د افغانستان امنیت ته خطرناک بلل شوي. د دغه زندان د بندیانو د دوسیو د څېړنې کمېټې په ډاګه نه کړه چې دغه کسان افغان لورې ته سپارل شوي او که اوس هم له امریکایي ځواکونو سره دي. عبدالشکور دادرس په دې اړه اوویل: «د ۳۹ بندیانو دوسیې چې موږ ته استول شوي دي د تر ټولو خطرناک بندیانو په نوم نومول شوي. دلته خطرناک او تر ټولو خطرناک په خپله د هغوی له خوا درجه بندي شوي دي.»

ښاغلي دادرس په دې اړه نور جزییات ورنه کړل خو دومره یې وویل چې تورن کسان باید د افغانستان د نافذه قوانینو سره سم خطرناک یا هم ډیر خطرناک وبلل شي. دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې په وروستیو وختونو کې ځیني رسنیو رپوټونه خپاره کړل چې نږدې ۵۳۲ بندیان د ولسمشر کرزي په حکم له بنده آزاد شوي چې په ډله کې ۲۲۴ تنه د ځانمرگو بریدونو په پلانولو تورن وو. د رسنیو په يوه رپوټ کی دا هم ويل شوي دي چې په آزادو شویو کسانو کې اووه تنه پاکستانیان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د وزیرانو شورا د دارلانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا رپوټ رد شوی او زیاته شوې ده چې د افغان ولسمشر د حکم له مخې د ۱۳۹۱ لمریز کال څخه بیا د روان ۱۳۹۲ لمریز کال د لیندۍ میاشتې تر پایه پورې ۲۲۶۱ بندیان د ریاست جمهوري د عمومي عفوې د فرمانونو پر بنسټ آزاد شوي دي.