1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بن کي د «گلوبل ميډيا فورم» شپږمه غونډه

سيد رياض (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۲۹, چهارشنبه

د ګلوبل میډیا فورم (GMF) شپږمه غونډه چې د ژوندانه د یو لړ مهمو موضوعاتو، لکه د اقتصادې ودې راتلونکې، ارزښتونه، رسنۍ او چاپیریال ساتنې باندي بحثونه کوي پیل شوه. په دغه غونډه کې د سلو هیوادونو ګډونوال برخه لري.

https://p.dw.com/p/18rfI
Im alten Plenarsaal des Bundestages feierte die Deutsche Welle ihr 60-jähriges Bestehen. Foto: Alexander Drechsel Datum: 17.06.2013
Festakt 60 Jahre Deutsche Welleانځور: DW/A. Drechsel

د آلمان په بن ښار کې د فدرالي شورا په پخواني مقر کې ډیره تنوع لیدل کیږي. تر۱۵۰۰ زیات مېلمانه چې پکښې سیاستوالان، خبریالان او د نړیوالو موسسو غړي دي په خپلو دودیزو جامو کې دغه غونډې ته راغلي دي. غونډه د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د جون ۱۷) پیل شوه.

سږ کال د نړیولو رسنیو ډله ییزه غونډه د مختلفو منشا لرونکو ګډونوالو له پاره د نظریاتو د تبادلې امکانات لري، خو دغه ټول کسان د یوه ګډ هدف له پاره بن ته راغلي دي. الین شیمالا وایي: «زه غواړم چې له هغو انسانانو سره په تماس کې شم، چې هغوی په نړۍ کې د بدلون راوستلو، د نوو شیانو د موندني او د ورځني ژوندانه د ښه کولو ارزو لري.» هغه غواړي چې «د زرغونې هیلي» په نامه د سولر تخنیک پروژه په افریقا کې پيل کړي.

د ګلوبل میډیا فورم په نړیواله غونډه کې کارپوهان او سیاستوال د شرکتونو د مشرانو او ژونالیستانو په اړه بحثونه کوي. هغوی له مختلفو قارو څخه راغلي دي او هر یو په مربوطه صنعتي رشته کې خپلې تجربې له ځانه سره راوړي دي. هغوی غواړی چې له یو بل سره په تماس کې شي.

خبریالان

د دغه نړیوال کنفرانس ډیر شمیر ګډونوال په بیلا بیلو ورکشاپونو کې په هغه یوه نړۍ کې چې له اقتصادي بحران، چاپیریال ساتنې او مالي کړکیچ سره مخامخ ده، د ښځینه او نارینه ژورنالیستانو د رول په اړه بحثونه کوي. مخکې له دې چې د دغه کنفرانس اصلي پروګرام پیل شي، د ګډونوالو کوچني ګروپونه په ژورو او جدي بحثونه اخته ول.

په بیلا بیلو هیوادونو کې د راپور ورکوونکو نقش له ستونزو سره مخامخ دی. له یوه اړخه هغوی باید د عامه اذهانو د روښانه کولو له پاره هڅې وکړي او له بل پلوه د ښه مدیریت ښکاروندوي وکړي او مسئولیت پر غاړه واخلي.

هغه سیمې چې له سیاسي لحاظه بې ثباته دي او یا له اقتصادي لحاظه اهمیت نه لري، د هغوی دغه کار ډیر اهمیت لري. د بیلګې په توګه د ګلوبل میډیا فورم په یوه ورکشاپ کې پر دې موضوع، چې «ولې په لیري پرتو سیمو کې د کوچنیو ورځپاڼو، رادیو ګانو او تلویزونونه مرکزونه جوړکړل شي» بحث وشو.

د بن ښاروال یورګن نیمپچ، د ګلوبل میډیا فورم، د مخ پر زیاتیدونکي تاثیر څخه خوښي څرګنده کړه. د هغه له نظره د بیلګې په توګه په دې کنفرانس کې چې کوم موضوعات مطرح کیږي، یو ځل بیا ورباندي په ملګرو ملتونو کې بحث کیږي.

اجتماعي مسئولیت

د جکارتا د تریساکتي له پوهنتون څخه ماریا رادیاتي وایي چې رسنیو په نړیواله کچه یوازي د رپوټ له چمتو کولو څخه زیات اهمیت پیدا کړی دی. «رسنۍ باید انسانانو ته الهام ورکړی، د هغوی احساس راوپاوري او د هغوی د زده کړو په اړه غور وکړي.» دغه میرمن چې د اجتماعي علومو پروفیسره ده، له کارپوهانو سره د بحثونو په اړه خوښي ښيي او غواړي په ډیري لیوالتیا سره د اندونیزیا تجربې له ګډونوالو سره شریکي کړي.

په ټوله کې د چهارشنبې تر ورځې پوري به شاوخوا ۲۵۰۰ ګډونوال په ۵۰ بیلا بیلو غونډو کې ګډون کوي. د دغه غونډي په مهمو ټکو کې د بشري حقونو مبارزې او نوبل د بدیل جایزي ګټونکي میرمن واندانا شیوا، د ژبپوهنې امریکایي کارپوه اورام نوام چامسکي او د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله وینا شمیرل کیږي.