1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بنګله دیش کې د فيسبوک پر یوه پوسټ څو کسان وژل شوي

۱۳۹۸ مهر ۲۹, دوشنبه

په بنګله دیش کې د اسلام او د اسلام د پیغمبر په هکله د یوه جنجالي پوسټ له کبله اعتراضونه شوي. په دغه اړ او دوړ کې څلور تنه وژل شوي دي. د فيسبوک په دغه پوسټ کې د اسلام پر پیغمبر باندې انتقاد شوی وو.

https://p.dw.com/p/3RchC
Bangladesch | Menschen tragen einen verletzten nach Zusammenstößen zwischen Polizei und Demonstranten
انځور: bdnews24

په بنګله دیش کې پر فسبوک باندې د اسلام د پیغمبر په هکله تر یوه انتقادي پوسټ وروسته د یکشنبې په ورځ د دې هیواد په جنوبي برخو کې پراخ اعتراضونه شوي.

د اعتراض کوونکو او پولسو ترمنځ د اخ او ډب په پایله کې څلور تنه وژل شوي دي. د بنګله دیش د پلازمینې ډهاکا په ۱۹۵ کیلومترۍ کې پروت د برهان الدین په نامه په یوه ښار کې د یوه هندو مذهبه له لوري د اسلام د پیغمبر په هکله په فسبوک کې تر یوې انتقادې لیکنې وروسته سلګونه مسلمانان سړکونه ته راوتلي وو.

د دې ښار د چارواکو په حواله، د جمعې په ورځ د فيسبوک تر دغه پوسټ وروسته، د یکشنبې په ورځ یوه ناسته هم شوې وه څو رامنځ ته شوی کړکیچ حل کړي. چارواکو ویلي چې را پاریدلو اعتراض کوونکو پر امنيتي چارواکو بریدونه کړي چې له کبله یې امنيتي ځواکونه ځوابي عمل ته اړ شوي دي.

د اعتراضونو تر قوي کیدو وروسته، پولیسو اوښکې بهونکی ګاز کارولی دی او د اعتراض کوونکو د پاشلو له پاره یې ربړي مرمۍ هم فیر کړي دي.

پولیسو د اعتراض کوونکو د پاشلو له پاره اوښکی بهونکی ګاز کارولی او هوايي ډزې هم کړي دي.
پولیسو د اعتراض کوونکو د پاشلو له پاره اوښکی بهونکی ګاز کارولی او هوايي ډزې هم کړي دي. انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Nath

د بنګله دیش په بهوله ښار کې د پولیسو یوه چارواکي سرکار محمد قیصر وویل: «موږ د ځان د دفاع په خاطر هوايي ډزې وکړي چې بیا وروسته یو شمیر اعتراض کوونکو زموږ پر افسرانو د ډبرو ګوزارونه وکړل چې له کبله یې موږ اړ شو چې په یوه ودانۍ کې ځانونه پټ کړو.»

د چارواکو په خبره په دغه اخ او ډب کې د ۱۰ پولیس افسرانو په ګډون ۵۰ کسان ټپیان شوي دي. د بنګله دیش یوې وتلې ورځپاڼې بیا په دغه پیښه کې د شاوخوا ۱۰۰کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

اعتراض کوونکي د یوه هندو مذهبه وګړي د یوې لیکنې له کبله پاریدلي چې پکې د اسلام پر پیغمبر او د هغې پر لور باندې انتقاد شوی دی. د فيسبوک يوه بنګالي کاروونکي په یوه لیکنه کې د اعتراضونو د رابللو ترڅنګ لیکلي: «دغه وحشي زموږ پر پیغمبر او د هغه پر لور فاطمې باندې انتقاد کړی دی...خدای دی قاضایان وهڅوي چې دغه کس په دار وځړوي.» د فيسبوکو نورو کاروونکو بیا د دغه شخص ملاتړ ته را دانګلي دي.

په اکثریت مسلمان میشته هیواد بنګله دیش کې وخت نا وخت دغه راز پیښې رامخې ته کیږي. په دغه هیواد کې اقلیت مذهبي ډلې وايي چې دوی په دې هیواد کې وخت نا وخت له تعصبونو سره مخ کیږي.