1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بنغازي کې په وسله واله نښته کې څلور تنه وژل شوي دي

۱۳۹۱ مهر ۱, شنبه
https://p.dw.com/p/16CgW

د لېبیا په بنغازي ښار کې د پخواني وسله والو یاغیانو او لاریون کوونکو تر منځ په نښته کې څلور تنه وژل شوي او نور څلویښت تنه ټپیان شوي دي. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې په سلگونو کسانو د دغه هیواد د یوه قوې وسله والې تندلارې ډلې پر یوه مرکز باندې هجوم وروړی دئ. چارواکي او عیني شاهدان د انصار الشریعه ډله په بنغازي کې د متحده ایالاتو پر کونسلگرۍ باندې د شوي برید کې په لاس لرلو تورنوي. په دغه برید کې د متحده ایالاتو د سفیر سربیره درې تنه نور امریکایان هم وژل شوي وو.