1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلخ کي مېرمنو ته د بدني جوړوني کلپ جوړ سوی

۱۳۸۹ اسفند ۲۵, چهارشنبه

د بلخ ولايت د مېرمنو د دفاع د ټولني په نوښت په مزارشريف کي د مېرمنو لپاره يو سپورتي کلپ پرانستل سو.

https://p.dw.com/p/R9mR
د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم لوبغاړي
د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم لوبغاړيانځور: picture-alliance/ dpa

د دغي اداري مسوولين وايي دغه صالون چي په يو وخت کي د 50 تنو د ځاي وړتيا لري، د 20 زرو ډالرو په لګښت د امريکا د متحده ايالاتو د پراختيا يي اداري لخوا جوړ سوی.

د مېرمنو د بدن جوړوني دغه ورزشي کلپ چي د مزارشريف په باغ زنانه کي جوړ سوی دي. د بلخ ولايت د مېرمنو د دفاع د ټولني او په بلخ ولايت کي د مېرمنو د سپورت د پراختيا مشره مېرمن فريده خيرانديش وايي: « لکه څنګه چي سپورت د روغتيا شتمني ده. موږ هڅه کوو ترڅو د مزارشريف په ښار کي د مېرمنو لپاره د سپورت زمينه برابره کړو.»

دغه کلپ د يو صالون په درلودلو سره د بدن جوړوني په ټولو مجهزو ماشيني وسايلو سمبال دی.

هره ورځ په دريو وختونو کي نجوني او مېرمني کولای سي په وړيا توګه په کښي سپورت وکړي. 18 کلنه مونيکا هغه څوک ده چي په دغه کلپ کي په سپورت کوي.

« سپورت د روغتيا لپاره ګټه لري. زه خوشاله يم چي زموږ لپاره د سپورت زمينه برابره سوې ده.»

همدا شان 22 کلنه انايتا هم د مونيکا په شان ورته نظر لري. خو دا وايي دغه صالون کوچنی دي، او دوی په سمه توګه نسي کولای د بدن نرمش وکړي.

د بلخ ولايت د ښځو د حقونو څخه د دفاع د ټولني مشره مېرمن فريده خيرانديش وايي: دوی په خپل نوښت کورنيو ته داسي ورکشاپونه هم په پام کي لري، ترڅو کورنۍ په دي پوه کړي چي خپلي لوڼي له هر څه د مخه سپورت او زدکړو ته وهڅوي.

په بلخ ولايت کي اوس مهال د نجونو او مېرمنو لپاره پنځه مختلف ډوله د سپورت کلپونه او صالونونه شتون لري، چي دا مهال د 1000 په شاوخواکي نجوني او مېرمني په کښي د پينګ پانګ ، واليبال ، باسکتبال او بدن جوړوني په برخه کي په سپورت بوختي دي.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف

کتونکی: نجيب الله زيارمل