1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بروکسل کي ولي مهاجر زيات شوي؟

۱۳۹۶ شهریور ۲۷, دوشنبه

په فرانسه کې د کالې کمپ وتړل شو، اوس مهاجر بروکسل ته راغلي او له دې ځايه هڅې کوي چې لندن ته ولاړ شي. د دوی ډیری د اورګاډو په استيشنونو کې راټوليږي. مرستندويه سازمانونو د مهاجرو د بد وضعيت خبره کوي.

https://p.dw.com/p/2kAb8
انځور له ارشيف څخه
انځور له ارشيف څخهانځور: Reuters/E. Vidal

له هغه وروسته چې د ۲۰۱۶م کال په مني کې د فرانسې په شمال کې د کالې کمپ د مهاجرو پر مخ وتړل شو، اوس بروکسل بريتانيا ته د تلونکو مهاجرو په تمځای بدل شوی دی. ډیر مهاجر هيله مند دي چې له دغه ځايه وشي کړای په غيرقانوني توګه په بسونو کې ځانونه لندن ته ورسوي. په کالې کې هم ډیر مهاجر لندن ته د تلو په موخه د کمپ بد وضعيت پر ځان منلی وو.

د اريتريايي مهاجر تيتو په شان په سونو نور افريقايي مهاجر د بروکسل په شمال کې د اوروګاډې ستيشن ته راځي او دلته خپلې شپې او ورځې تيروي. د ډیرو مهاجرو سنونه د ۱۵ او ۲۵ ترمنځ دي. دغه ځای ته تر رسيدلو د مخه دوي اوږده مزلونه وهلي وي. ځينو يې ايټاليا ته د رسيدلو پر وخت خپل ځانونه نه دي راجستر کړي. د يو شمير نورو بيا د تيتو په شان د پناه غوښتنې رد شوي دي.

دغه مهاجر په اروپا کې په قانوني وضعيت کې ژوند نه کوي، په همدې دليل کله چې د پوليسو يو موټر ويني هڅه کوي چې له سيمې وتښتي او يا ځان پټ کړي. په مخکي وروځو کې غالبا د پوليسو له خوا د دغو افرادو د نيولو په موخه عمليات پيل شوي دي. هغه مهاجر چې پرته له اسنادو ول نيول شوي دي.

په بلجيم کې د آلمان برعکس، د مهاجرو د اخراج له پاره د توقيف پنځه موقتي مرکزونه شته. د مهاجرت په چارو کې د دولت وزير تئو فرانکن د هغو مهاجرو پر وړاندي چې اسناد نه لري ډير سخت دريځ غوره کړی دی. هغه تيره اوونۍ په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې د «تصفيه کړي» کليمه ليکلې وه. د فرانکن دغه اعلان هغه وخت وشو چې ورسره جوخت پوليسو په مکسيميليان پارک کې ۱۴ مهاجر ونيول چې په هغو کې درې تنه يې تر اتلس کلنۍ ښکته ول.

د مرستندويو سازمانونو نيوکې

«د مهاجرو د ملاتړ له پاره د خلکو پلاتفورم» په نوم له مرستندوی سازمان څخه جان سونين د پوليسو د عملياتو په اړه وايي: «دا د پوليسو سره د موږک او پيشو لوبه ده». هغه له خپلو همکارانو سره دغه ځای ته د جاکټونو، څادرونو، بوټونو او چريکي بسترو کڅوړي راوړي او پر مهاجرو يې ويشي.

په وروستيو اوونيو کې د بروکسل په شمال کې د اورګاډي په ستيشن او نژدې پارکونو کې يې تر ۷۰۰ پورې مهاجر، پرته له دې چې د خوب بسترې او نور امکانات ولري، ويده کيدل.

«د مهاجرو د ملاتړ له پاره د خلکو پلاتفورم» په شان مرستندويه سازمانونه او بې پولې داکتران په بلجيم کې د هغه وضعيت په اړه شکايت کوي چې مهاجر په کې ژوند کوي.

مرستندويه سازمانونه په ورځ کې يو يا دوه ځلې د اورګاډي شمال ستيشن ته راځي او پر مهاجرو د غرمې او ماښام ډوډي ويشي. دغه راز بي پولې داکتران هم په اوونۍ کې درې ځلې دغه ځای ته راځي او د ناروغو او ټپي مهاجرو درملنې کوي. دوي د پوليسو له خوا د مهاجرو د زخمي کيدو رپوټونه هم ورکوي.

زموږ له ارشيف څخه: